اسلام آباد۔1جولائی(اے پی پی) خارجه سېكر??ري سهېل محمود وئيلي دي پاكستان د سوئيلي ختېزې آسيا هېوادونو سره اړيكو ته پام لرنه كو??۔ پاکستان ټولو څانګو كښې د پاكستان او آسيان هېوادونو همكارۍ لا مستحكمولو له عزم لري۔ هغه دا څرګندونې د جمعې په ورځ ?? انډونیزیا سفارت او د انسټېټوټ اف سټراټیژك سټډيز لخوا د “پاکستان – آسیان” په اړه د اېكسپرټ ډائيلاګ په مهال وكړې۔ خارجه سېكر??ري د ختيزو آسيائي هېوادونو ترمينځه په خاص توګه سياسي ٬ اقتصادي ٬ امنيتي ٬ د سېلګرۍ ٬ زده ګړو او سماجي او كلتوري څانګو كښې د نزدې همکارۍ په اهمیت زورراوړو۔ خارجه سېكر??ري د پاكستان لخوا آسيان سره ګڼ اړخيزه انګېجمنټ ته وده وركولو له پورته كړي ګامونه رامخې ته كولو سره د آ??یان غړو هېوادونو سره تجارت او اقتصادي تړون لا پراخا كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ خارجه سېكر??ري ووئيل د آ??يان غړو هېوادونو لخوا سي پېك او اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ به ډاډګيرنه كولې شي۔ خارجه سېكر??ري د پاكستان د دې لوظ هم پخلے وكړو چې د فل ډائیلاګ پارټنر(اېف ډی پی) كچې له آسيان سره د خپلو اړيكو اپ ګرېډېشن له به كار روان ساتلے شي۔ خارجه سېكر??ري د ټرانسپورټېشن ٬ مواصلات او سائبر څانګو په شمول د پا??ستان او آسیان ترمينځه د هارډ او سافټ رابطو اهميت هم په ډاګه كړو۔ د يادونې وړ ده پاكسان د كال 1993څخه د آ??یان سیکڼوریل ډائیلاګ پارټنر او 1994 څخه د آ??یان ریجنل فورم غړے دے