اسلام آباد23جون (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دې پاکستان کېنيا سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه تجارت، معيشت او د دفاع په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركول غواړي۔ صدر دا خبرې ?? کېنيا چيف آف ډيفنس فورسز جنرل رابرټ کريوکي کيبوچي سره كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔صدر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكې مرستې ته وده وركولو لپ??ره په اعليې سياسي او عسکري كچه روابطو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان “لك افريقه پاليسي” كښې كېنيا مهم ختيز افريقائي هېواد دے٬ پاکستان کېنيا سره سياسي، معاشي او دف??عي څانګو كښې نزدې اړيكو ته وده وركول غواړي۔ ده جنرل رابرټ کريوکي کيبوچي د پاکستان د دف??عي صنعت د صلاحيت نه خبرولو سره سره شريكې مرستې لپ??ره د خوښو څانګو لټولو لپ??ره د دف??عي پلاويو د ??با??لو په ضرورت زور رواړو۔ صدر ډاکټر عارف علوي د پاکستان لخوا د كرونا مخنيوي په اړه خپلې كاميابۍ رامخې ته كولو سره ووئيل په دې لړ كښې د پاكستاني قام لخوا د ښه نظم او ضبط مظاهره شوې ۔ ده ووئيل افر??قه??ښې استحکام لپ??ره د پاکستان کردار مثالي دے، په افريقه كښې دملګرو ملتونو په امن مشنز كښې پاك پوځ زياته برخه لرونكے پوځ دے۔ جنرل رابرټ کريوکي کيبوچي د پاکستان د دف??عي صنعت د صلاحيت ستائنه كولو سره د پاکستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي پوهې او په خاص توګه افريقه كښې امن او سلامتيا لپ??ره د دوي د كردار ستائنه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو د ځواكونو ترمېنځه په خاص توګه د پوځي تربيې په څانګه كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور رواړلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع په څانګه كښې مرستې ته د پراختيا وركولو ګنجائش شته