اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د اقتصادي مرستي تنظيم (ايکو) غړو هېوادونو ترمينځه مرستي او رابطو ته ودي وركولو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي چې په نړيوالو چارو كښې مفادات ترجيح ل??ي، دغسې دا مهال نړۍ له انساني?? او اخلاقي اقدار لرونكي ليډر شپ ته اړتيا ده،اسلامي هېوادونه خپل معاشر?? او معيشت قوي كولو سره نړيواله ورورلۍ كښې خپل جائز مقام ترلاسه كولې شي۔ ده د نهي په ورځ اقتصادي مرستي تنظيم پارليماني اسمبلۍ دويم جنرل کانفرنس ته وينا كوله۔ صدرمملکت د ايکو هېوادونو په کنفرنس كښې د ګډون كونكو هركلې كولو سره ووئيل دا کنفرنس د غړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا او په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه كوي۔ صدرِ مملکت د تيرو 60 نه تر 70 كلونو په مهال اسلامي نړۍ ته پېښي لوئ مسئل?? رامخي ته كولو سره ووئيل مسلمانانو ته د ترهه ګرۍ او انتهاء خوښۍ په شان چيلنجونو څخه زيان شوے۔ د نړيوالو طاقتونو شريك جنګ سره سره معاشرتي عدم برداشت څخه هم مسئلي پيدا شوې دي۔ ده ووئيل نړۍ كښې د اسلام داسې عكس وړاندے شوے كوم چې د حقيقت سره څه تعلق نه لري دغسې فلسطين او غير قانوني هندي مقبوضه کشمير كښې د آزادۍ په جائز تحريکونو د ترهه ګرۍ ليبل لګولې شوے۔ صدر مملکت ووئيل اسلامي نړۍ بايد د نورو مسئلو سره سره د خپل خلاف تعصب م??امله هم پورته كړي،دې مقصد لپاره نړۍ سره د مکالمې او خبرو اترو حاجت دے۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل نړيوالو چارو كښې خپلو ګټو ته ترجيح وركړې كيږي چې له امله ئې اخلاقي اقدارو كمې په نظر راځي۔ په داسې صورتحال كښې مسلمان د خپل ديني تعليماتو په رڼا كښې انساني?? او په اخلاق اډانه ليډر شپ وركولې شي۔ ده ووئيل ايکو هېوادونه دي شريكي مرستي او رابطو ته ودې وركولو له خپل كردار ترسره كړي، سيمه ايز تجار?? او رابطه کاري په دې اړه لوئ اهميت لري دغسې پاکستان چين اقتصاد?? راهداري د دې مهمه ذريعه ګرځيدې شي۔ صدرمملکت د کورونا له امله رامخې ته شوې صورتِ حال او مخنيوي لپاره ئې د پاکستان کاميابې هڅې رامخې ته كړې۔ ده د افغانستان مسئلې كوټلي حل لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل افغانستان نه پس به د دې زياته ګټه پاكستان ته وشي۔ صدر مملکت په دې موقع د ايکو پارليماني اسمبلۍ دويم جنرل کنفرنس باضابطه پرانسته وكړه۔ د دې څخه وړاندي د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او نورو ګډون كوونكو هم خطاب وكړو