اسلام آباد۔21مئی (اے پی پی)صدر ډاکټر عارف علوی د پاكستان او چين ترمينځه اړيكې لا م??تح??م كولو له د خپل لوظ پخلي كولو سره وئيلي دي چين سره د سائنس ٬ ټېكنالوجي او ??جارت په شمول په هره يوه څانګه كښې مرسته روانه ده۔ د چين سائنسي پرمختګ او ?? بې وزلۍ ختمول پاكستان لپاره د تقليد وړ دي۔ سي پېك سره به چين د پاكستان د لارې ګردې نړۍ سره تجارت ته وده وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ج??عې په ورځ د پاک چین سفارتی اړيكو 70 مې سالګرې په موقعه ورچوئل دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د دې دستورې اهتمام پاكستان كښې د چين سفارتخانې او ??ارجه وزارت په ګډه كړے ؤ۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل دستوره كښې په ګډون كولو خوشحاله شوے يم۔ په دې موقعه د چين صدر شي جن پنګ پېغام د ډاډ وړ دے۔ هغه ووئيل 21 مئي 1951 هغه تاريخي موقعه وه كله چې د د??اړ?? هېوادونو ترمينځه سفارتي اړيكې جوړې شوې۔ د د??اړ?? هېوادونو ترمينځه ملګرتيا د فولاد نه زياته مضبوطه ده۔ د??اړ?? هېوادونه د سباؤن په سوكالۍ او ??من باور لري۔ هغه ووئيل چين د سائنس او ټېكنالوجي په شمول يو شمېر څانګو كښې پرمختګ كړے ۔ 800 ملینه وګړي ئې د بې وزلۍ نه ويستلي۔ مونږ هم د هېوا پرمختګ له د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې بهترۍ او هېواد څخه په ښكته كچه د بې وزلۍ ختمولو له هڅې كوؤ۔ صدر ووئيل چین سره د سائنس او ټېكنالوجي او ??جارت په شمول په هره يوه څانګه كښې مرسته روانه ده۔ چين زمونږ لوي همكار او پاكستان كښې سرمايه كاري كوؤنكے هېواد دے۔ هغه ووئيل سي پېك مهمه منصوبه ده۔ د دې منصوبې ترسېوري لاندې پاكستان كښې د اقتصادي زونز په جوړولو او ?? سړكونو بيا رغونې او ??وړولو په شمول په نورو منصوبو كار روان دے۔ د سي پېك د لارې چين د پاكستان د لارې ګردې نړۍ سره تجارت ته وده وركولې شي۔ هغه ووئيل مونږ په ګډه هڅې كولو سره نړۍ د پرمختګ او ??وكالۍ په لاره روانولې شوو۔ هغه ووئيل چين پاكستان سره د 17 صوبو او 14 ښارونو د لارې تړون لري۔ 30 زره پاكستاني زده كوؤنكي دا مهال چين كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ په پاكستان كښې چار کنفیوشس انسټی ټیوټ کار كوي۔ هغه ووئيل چين د كورونا وبا په مهال د پاكستان بشپړه مرسته كړې۔ د چين ډاكټرانو پلاوې پاكستان ته راغلے۔ چین پاکستان ته د كورونا وېكسين وركړي۔ په دې مونږ د چين مننه كوؤ۔ هغه ووئيل مونږ امن غواړؤ۔ په نړيواله كچه ټولو ته ?? روغتيا او ??ده كړو يو ډول موقعې وركول ضروري دي۔ دستورې ته د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ٬ د جائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن نديم رضا او پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ هم خطاب وكړو۔ په دې موقعه پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د چين صدر شي جن پنګ پېغام هم واورولو۔ دستورېه كښې د پاك چين 70 كلنو سفارتي اړيكو په اړه دستاويزي فلم هم وښودلے شو او ?? د??اړ?? هېوادونو قامي سرودونه وغږولے شول