لاهور۔1مئی(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چئيرمېن او د وزيراعظم د م??هبي همغږۍ خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د پاكستان د اسلامو فوبيا ??والې سره دريځ د ګردې اسلامي نړۍ ترجماني ده۔ ټول مكاتب فكر او د م??هبونو لارښود د اروپائي ائتلاف قرارداد م??ترد كوي۔ اروپائي ائتلاف دې د حقائق تحقيق وكړي۔ په 7 مياشتو كښې داسې كومه پېښه رامخې ته شوې نه د?? كومه كښې چې د م??هب سپكاوي قانون په ناوړه توګه كارولې شوې وي۔ د م??هبی آزادۍ استازو او د اروپائي ائتلاف سفيرانو ته يو وارې بيا ??لنه وركوؤ چې هغوي راشي او دا وګوري چې دلته حالات هغسې نه د?? څنګه چې دوئي سوچ كوي۔ دروغ او بې بنياده رپورټس مسترد كوؤ۔ د وزيراعظم عمران خان د اسلامك فوبيا په اړه دريځ د اسلامي نړۍ دريځ دے۔ په جبر سره د م??هب بدلون 90 فیصده پېښې په دروغو اډانه د??۔ هغه د خالي په ورځ متحدہ علما بورډ سیرت اکېډمی اپر مال كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل د پاكستان د اسلامك فوبيا ??و تحفظ ناموس رسالت په اړه دريځ ښكاره دے۔ ټول مكاتب فكر او د م??هبونو لارښود د اروپائي يونين ائتلاف قرارداد م??ترد كوي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې اقليتونه د نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات محفوظ دي۔ سکھ کمیونټی ته مو كرتارپور راهداري ډالۍ كړې۔ پاکستان كښې د م??يحيانو چرچونه او د هندوانو مندرونه هم محفوظ دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان د روژې په آخري عشره كښې سعودی عربستان ته ځي۔ سعودی عربستان اعلان كړې دې چې اسلام آباد كښې به په 80 کنال رقبه د شاہ فیصل مسجد په ډول د 12 زره لمونځ كوؤنكو لپاره جومات جوړؤ چرته به چې اسلامك ريسرچ هم كېږي۔ مونږ دا اعلان خوشبينه ګڼو۔ د كورونا په اړه هغه ووئيل مونږ غواړو ټول انسانيت د كورونا نه خلاصې ومومي۔ هغه ووئيل ض??يف وګړي دې جومات ته نه راځي۔ په اعتكاف بندېز نشته خو د اېس او پيز له مخې به اعتكاف كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل هند سره د م??اكراتو لاره په كشمير تېرېږي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د هند لاس وهنه نړۍ ويني۔ د وړوكي اختر په اړه حافظ طاهر اشرفي ووئيل كه روژه په يوه ورځې نيولې شوې ده نو اختر به هم په يوه ورځ كولې شي۔ هغه زياته كړه چې د اختر په اړه بايد پېشګوئۍ ونكړې شي۔ رويت هلال كمېټي دې خپل كار ته پرېښودلې شي