برلن 13اپريل (اے پي پي) خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د نهي په ورځ برلن كښې د پاكستاني سفارتخانې دوره كړې ۔ المان كښې د پاكستان سفير ډاكټر محمد فيصل او د سفارتخانې عملے د خا??جه وزير تود هركلے وكړو۔خارجه وزير د قونصلر سيكشن پشمول د سف??رت خانې د بيلو څانګو دوره وكړه او پاكستانيانو له په وركړې كيدونكو آسانيو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔خارجه وزير ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړي او د دوي مسئلي په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔شاه محمود قريشي ووئيل ميونخ كښې به ډير زر نوې قونصل خانه پرانستلې شي دغسې چې د المان سره دوه اړخيزه اقتصادي رابطي لا زياتي شي۔المان سره د دوه اړخيزه اقتصادي رابطو زياتولو پراخه موقعې شته۔ خا??جه وزير المان كښې د مېشته پاكستانيانو په پخوانۍ غوښتنه سف??رت كښې د پرانستلې شوي دفتر “عرض نويسي” پرانسته وكړي۔خارجه وزير سف??رت كښې د جوړ شوي “فټ بال كارنر” پرانسته هم وكړه۔خارجه وزير ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې المان ته هر كال 5 كروړه فټبالونه د پاكستان څخه درآمد كيږي۔خارجه وزير ووئيل د معاشي سف??رت كارۍ ښې نتيجي ترلاسه كيږي۔المان سره د معاشي اړيكو نوے باب زياتول ،زمونږ د معاشي سفارتي مېشن م??بت ثمرات دي ۔خارجه وزير سف??رت خانه كښې په اېښودلې شوي “وزټرز بك” كښې خپل تاثرات هم وليكل