پېنډۍ ۔1اپرېل(اے پی پی) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا ?? تركيه دورې په مهال اعلی عسكري مشرتابه سره بېل بېل ملاقاتونه وكړل۔ جنرل نديم رضا ??ه د تركيه اعلی پوځي ايوارډ “لېجن آف مېرټ” هم وركړے شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا ??ا مهال د تركيه په سركاري دوره دے۔ هغه په انقره كښی د قامي دفاع وزير جنرل (ر) هولوسي اكار او د ترك وسله وال پوځ كمانډر جنرل ياسر ګلر او د اړخيزه سروسز ??شرانو سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ هغه د ترك اېرو اسپېس انډسټريز دوره هم وكړه۔ د ملاقاتونو په مهال فريقېنو د شريكې خوښې په بېلو چارو ٬ سېكورټي ٬ د ترهګرۍ مخنيوي او په خاص توګه د افغانستان حوالې سره دروانې سيمه ايزې وضعه په شمول په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو فريقو د دفاعي پېداوار په څانګه كښې د مرستې زياتولو په ګامونو هم رڼا واچوله او د غوره اړيكو لا مستحكمولو له ئې د خپل لوظ پخلے وكړو۔ د تركيه پوځي مشرتابه د پاکستان آرمډ فورسز ??ېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ئې د پاكستان د قربانو اعتراف وكړو۔ دې نه وړاندې د ترکیه جنرل اسټاف هېډ کوارټر ته په رسېدو د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرل ندیم رضا ??ه د ترك وسله وال پوځ يوې ډلې ګارډ آف آنر وړاندے ك??و۔ هغه د شهيدانو به يادګار د ګلونو څادر هم وغوړولو۔