اسلام آباد 01 اپرېل (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د زيارت په ورځ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره ملاقات كړے كوم كښ?? چې د سېنېټ د حكومت?? ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم هم موجود ؤ ۔ ملاقات كښ?? د هېواد د سياسي او پارليماني چارو پشمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپيكر ووئيل هېواد ته د رامخې ته شوو چېلنجونو مخه نيولو له به حكومت?? ډلې او د مخالفې ډلې مشرانو له فعاله كردار ترسره كول وي٬موجوده انتخابي عمل كښ?? سپېځلتيا د وخت مهم ضرورت دے٬ اپوزېشن ته د پارليماني كمېټۍ جوړولو لپاره خط ليكلے شوے او ځواب ته سترګې په لاره يؤ۔ده ووئېل سباؤن لپاره په انتخابي عمل باور بحالول د اپوزېشن او حكومت شريكه ذمه واري ده۔ اسد قيصر ووئيل انتخابي اصلاحات لپاره د پارليماني كمېتۍ نوټيفيكېشن به د اپوزېشن لخوا د نامو ترلاسه كې??و سره جاري كولې شي۔په سېنېټ كښ?? د مخالفې ډلې مشر سره شوې رابطه خوشبينه وه٬د پيپلز پارټۍ په قامي اسمبلۍ كښ?? د چاپیرچل سازګاره جوړولو او له خپلې خوا د مرستې باور وركول د ستائنې وړ دي۔ د سېنېټ چيئرمېن د پارليماني نظام لا مضبوطولو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر د هڅو ستائنه وكړه ۔ هغه ووئيل انتخابي اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے او د كمېټۍ زر تر زره جوړېدل به يو مثبت ګام وي۔د سېنېټ د حكومت?? ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل حكومت پارليماني نظام مضبوطولو لپاره ټول معاملات د خبرو اترو د لارې ??ل كول غواړي۔