اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم مذهبي همغږۍ خاص نمائنده او د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي ?? اېس ??و پيز ترمخه به جوماتونه پرانستي وي، په روژه مباركه كښې به په جوماتونو كښې تراويح كيږي، علماء کرامو فتويٰ وركړي چې کورونا ويکسين دې ولګولې شي، چا چې يو انسان بچ كړو هغه ټول انسانيت بچ كړو، پاکستان عرب نړۍ سره ښه اړيكي لري، د کويت سره د ويزو سلسله پيل كيدونكي ده، پاکستان عرب نړۍ لپاره پرانستے دے او عرب نړۍ د پاکستان لپاره، تر څو چې د كشمر مسئله نه وي حل شوي سيمه كښې امن نه شي راتللے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خبري کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل حکومت جوماتونه نه بندوي، جوماتونه د عبادت ځايونه دې ، د کورونا وباء په مهال تر ټولو زيات په جوماتونو كښې په اېس ??و پيز عمل ??وے?? دا واضحه كوم چې جوماتونه به پرانستي وي، د روژې مباركي مياشت په مهال به جوماتونو كښې تراويح او مونځ به هم كيږي خو په احتياطي تدابير به عمل كول وي۔ده ووئيل مونږ تير كال هم جوماتونه نه وؤ بند كړي، تير كال هم په جوماتونو كښې تراويح او د اختر مونځونه شوې وؤ،سږ كال به هم وي۔ده ووئيل د تيرو 5 مياشتو په مهال عرب نړۍ سره اړيكو كښې ښه والے راغلے، د سعودي ??رب ولي عهد امير محمد بن سلمان وزيراعظم عمران خان سره تماس نيولے او هغه له ئې د سعودي ??رب دورې بلنه وركړې كومه چې هغه قبوله كړې ۔ وزيراعظم به ډير زر د سعودي ??رب دوره وكړي۔ ده ووئيل د سعودي ??رب د ولي عهد د اړخه مينځني ختيز او سعودي ??رب كښې د اونو نالولو اعلان ??وے?? مونږ په دې لړ كښې د خپلې تجربې له مخي سعودي ??رب سره مرسته كوو۔ده ووئيل سعودي ??رب، متحدہ عرب امارات او نورو هېوادونو كښې د موجودو پاکستاني??نو مسئلې به په ترجيحي بنيادو??و حل كولې شي