اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی):وزیرِ اعظم عمران خان وئيلي دي مېرمنې پارلماني غړې د خپلو حلقو مسئلو له په عمومي توګه او د مېرمنو مسئلو حل له په خصوصي توګه فعاله كردار ترسره كوي او دا يوه ښه خبره ده۔ د دې خيال??تو څرګندونه هغه د قومي اسمبلۍ مېرمنو غړو سره خبرو كښې وكړه كومو چې د خالي په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كوؤنكو مېرمنو پارليماني غړو كښې عاصمه قدیر او غلام بی بی بھروانه شامله وه۔ عاصمه قدیر وزیرِ اعظم سسټېن اېبل هاؤس هولډ سره اړوندې منصوبې نه هم خبر ك??و۔ د منصوبې تر سېوري لاندې به د کچن ګارډننګ او په وړه كچھ د پولټری مرستې سره نه يوازې د متوسطې درجې كورنۍ د كور ضرورتونه ترسره شي بلكې دې سره به روزګار هم ترلاسه كړې شي۔ پارليماني غړې عاصمه قدیر د وزیرِ اعظم د بلین ټری سونامی مثبت نتيجو په رامخې ته كېدو وزيراعظم ته مباركي وركړه او هغه ئې د شجركارۍ روان اقدام نه خبر ك??و كوم كښې چې د اېن اېچ اے مرسته ترلاسه ده۔ غلام بي بي بھروانه وزيراعظم جهنګ كښې د اولسي خېر ښېګړو روانو منصوبو نه خبر ك??و۔ وزیر اعظم د پارليماني غړو د اقدام??تو ستائنه كولو سره ووئيل مېرمنې پارلماني غړې د خپلو حلقو مسئلو لپاره په عمومي توګه او د مېرمنو مسئلو حل له په خصوصي توګه فعاله كردار ترسره كوي