اسلام آباد 10دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قریشی وئيلي دي د نړۍ تر ټولو لوئې پارلمان له مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په ??لاف ورزیو غږ پورته كولو ته اړتيا ده۔ نن د جمهوریت علمبر??ار ، جمهوریت ته زيان رسوي۔ د زيارت په ورځ د بشري حقونو نړيوالې ورځ او د مقبوضه کشمیر صورتحال په ??ړه بيان كښې خارجه وزير ووئيل د پاكستان پشمول ټوله نړۍ كښې نن د بشري حقونو ورځ لمانځلې كيږي۔مونږ د هیومن رائټس نړيوال ډیکلریشن منو، خو نن هند پخپل غیر قانوني تسلط لرونكې جمو او کشمیر كښ?? دې ډیکلریشن پورې ټوقې كوي ۔ ده ووئيل 5 اګست 2019 نه تر نن د 101 ميرمنو اجتماعي سپكاوے شوے، 15 ميرمنې كونډې كړې شوي،ماشومان د پیلټ ګنز ښكار شوي ۔مقبوضه جمو او کشمیر كښې بشري حقونو ته زيان رسولے كيږي هلته د کمیونیکیشن بلیك آؤټ روان دے۔نړيوالې ميډيا له رسنه نه وركړې كيږي خو چې كوم خبرونه رامخې ته كيږي هغه د تشوش وړ دي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د ټولو ذمه وارو څخه د ځان خبرولو هڅې كوي۔ ما د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر او سلامتی کونسل صدر پرله پسې صورت حال څخه خبر كړي ۔ نن په هند كښې ټول اقلیتونه احتجاج كوي۔د هند سیکولر اسټیټ او تر ټولو لوي جمهوریت لرلو تاثر ځپلے كيږي۔ د هند د اړخه فالس فلیګ آپریشن خطر څخه نړۍ پرله پسې خبر ساتو۔ خارجه وزير ووئيل نړيوالې ميډيا په ??ير يو كال كښ?? دې ته پام لرنه كړې او د هند اصل مخ ئې نړۍ ته په ډاګه كړے خو دې پلو نورې پام لرنې ته هم اړتيا ده۔شاه محمود قریشی ووئيل تيره ورځ ما د نن ورځ په ??ړه د برتانيې 15 څخه زياتو پارلماني غړو سره د ویډیو کنفرنس د لارې خبرې كړي، هلته هم ما وئيلي دي هاؤس آف کامنز، هاؤس آف لارډز، یو اېس کانګریس او د اروپائي پارلمان پشمول ټولو لوئې پارلمانونو له مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو په ??د غږ پورته كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل ټوله نړۍ كښې مېشته 10 ملیونه کشمیریان د حکومتونو پام راګرځولو كښې مهم كر??ار ترسره كوي۔خارجه وزير ووئېل د کورونا دويمه چپه ??ياته خطرناكاكه ده ٬ 50 نه تر 70 كسان د ورځې مړه كيږي۔ ده ووئيل بايد اپوزیشن دا صورتحال تر نظ?? وساتي۔مونږ د جلسو په ??د نه يو خو نړۍ مونږ د وبائې صورتحال او خطر څخه خبروي۔بلخوا خبره دا ده چې كه اپوزیشن په كومه قومی مسئله خبره كول غواړي نو راوړاند?? دې شي او خبره د?? وكړي۔خارجه وزیر ووئيل اپوزیشن دې نظ??م ته زيان رسول غواړي۔