اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي پمز كښی د ضابطې په خلاف تقررۍ د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد د پمز هسپتال درخواست مسترد كړے۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر پمز روغتون ته د تقررۍ د عمل اړوند رپورټ په 45 ورځو كښې وفاقي محتسب ته د وړاندې كولو حكم كړے۔ هغه په خلاف ضابطه تقررۍ كولو د پلټنيو كولو او د رپورټ جمع كولو امر هم كړے۔ كانديد عاصم حنيف د ډرافټس مېن چوكۍ لپاره درخواست ور??ړے ؤ او په تحريري امتح??ن كښی ئې 63 لمبرو سره وړومبے پوزيشن ترلاسه ??ړے ؤ۔ عاصم حنیف له په انټريو كښې 6 لمبرې وركړې شوي او هغه فېل ??ړے شوے۔ عاصم حنیف د دې ناانصافۍ په ضد وفاقي محتسب ته درخواست ور??ړے ؤ۔ د سماعت په مهال دا خبره رامخې ته شوه چې عاصم حنيف ته په ان??رو??و كښې په كمو لمبرو وركول ده سره زياتے شوے۔ په تحريري امتح??ن كښې عاصم حنيف نه 15 فيصده كمې لمبرې ترلاسه كونكې كانديد ته په ان??رو??و كښې 25 لمبرې وركړې شوي ۔ بل كانديد كوم چې تحريري امتح??ن كښې 48 لمبرې ترلاسه كړې وې هغه ته ان??رو??و كښې 25 لمبرې وركړې شوي ۔ د عاصم حنيف تعليمي قابليت هم د نورو كانديدانو په مقابل كښې زيات ؤ۔ دغسې وفاقی محتسب د ان??رو??و عمل كالعدم ګرځولے ؤ ٬ په دې پمز د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد صدر ته درخواست ور??ړے