اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هاٶسنګ كنسټركشن اېنډ ډوېلپمنټ لپاره د نېشنل كوارډينېشن كمېټۍ او??نيزه غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په دې موقع وزيرِاعظم ته د وفاقي ادارو د تعطل ښكار منصوبو باندې د ك??ر پېل كولو ٬ په جاري منصوبو او د سباٶن منصوبو په نتيجه كښې د جوړو كورونو او د دغې منصوبو د ماليت په ا??ه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائيز هاؤسنګ اتھارټۍ نزدې لس منصوبې د تېرو څو كالو راهسې تعطل سره مخ دي په كومو چې ??يا ك??ر پېل كړے شوے او د دغې په نتيجه كښې به 38667 كورونه جوړ شي٬ او د دغې منصوبو اندازه 120.21ارب روپۍ ده۔ دغسې د پاکستان هاؤسنګ اتھارټي فاؤنډيشن درې منصوبې كومې چې ?? ځينو كالو راهسې د تعطل ښكار دي او په كومو چې كار بيا پېل كېدونكے دے ٬د دغې په نتيجه كښې به 5372 كورونه جوړ شي او د دې اندازه 27.85 اربه روپۍ ده۔ سږ كال د جاري منصوبو په نتيجه كښې به 26625 نوټس جوړ شي چې ماليت ئې 213.4 اربه روپۍ دے۔ غونډه ته ووئيل شول سږ كال بيا لپاره د جاري كېدونكو منصوبو په نتيجه كښې به 25017 يونټس جوړ شي چې ?? ماليت اندازه ئې 112.03 اربه روپۍ ده او 2021 كښې د منصوبو په نتيجه كښې به 39955 يونټس جوړ شي چې ماليت ئې 184 اربه روپۍ دے۔ غونډې ته ووئيل شول اخوت ته وده وركړې شوې او د درې اربه روپو په سوب د5882 كورنوجوړېدو عمل روان دے او نورې دوه اربه روپۍ وركولو سره به څلور زره نور كورونه جوړ شي۔ د يادونې وړ ده د حكومت لخوا د كم آمدن كسانو ته د اخوت د لارې كورونو جوړولو لپاره آسان قرض وركولو لپاره 5 اربه روپۍ وركړے كېږي۔ د پنجاب چيف سېكرټري غونډې ته په صوبه كښې د كنسټركشن عمل د مانټيرنګ په ا??ه د جوړ كړي اېپليكشن “رئيل ټائم کنسټرکشن مانيټرنګ ډېش بورډ” په ا??ه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل تر اوسه چې ?? كومو منصوبو منظوري وركړې شوې په ھغې كښې د تعميراتي خرڅونو اندازه 84.5 اربه روپۍ ده چې پكښې د زمكې بيعه شامل نه ده۔ غونډې ته ووئيل شول د ورلډ بېنك اندازې له مخې په تعميراتي څانګه كښې يو ډالر لګولو سره د پنځه ډالرو معاشي عمل راپېدا كېږي ٬ په دې حساب سره د 422.5 اربه روپو د معاشي هلو ځلو پېدا كولو منظوري وركړې شوې چې ورسره به ځوانانو ته د ملازمت موقعې ترلاسه شي او بېلا بېلو صنعتونه به وده وكړي۔ غونډه لاهور كښې د کثير المنزله ودانيو په ا??ه د وركړې شوو منظورو تفصيلات نه هم خبر كړې شوه٬ د پنجاب چيف سېكرټري د تعميراتي هلو ځلو په خاص توګه د ښختو٬ سيمنټ او د تعميرات د نور ميټرئيل خرڅېدو شمېرو په ا??ه هم غونډې ته بريفنګ وركړو۔ د سي ډي اے چيئرمېن لخوا د ميټروپوليټين کارپوريشن ذمه وارۍ سي ډي اے ته په ترلاسه كېدو٬ په تېرو پنځو كالو كښې د روډ نېټ ورك٬ د اوبو د ويستلو او نورو سهولتونو په لړ كښې وګړو ته د رامخې ته مسئلو او د سي ډي اے انتظاميې لخوا د دغې ستونزو لرې كولو لپاره د اېكشن پلان په اره هم غونډه خبر كړې شوه ۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل معاشي عمل ګړندے كول او د كووېډ-19 څخه د ځپلي معيشت بحالۍ په ا??ه د کنسټرکشن څانګه كليدي اهميت لري۔ وزيراعظم د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چئيرمېن٬ صوبائي چيف سېكرټريز او ټولو اړوندو ته امر وكړٶ چې ?? کنسټرکشن څانګې ودې ته بشپړه پاملرنه وكړئ دغسې چې په يو پړاٶ كښې هم دا هڅې د تاخير سره مخ نه شي