اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) خارجه وزير ش??ه محمود قرېشي وئېلي دي د پاكستان او سعودي ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې ژورې او د تاريخي نوعيت دي٬د سعودي عرب د سيمه ايزې سلامتيا تحفظ لپاره به پاكستان د سعودي اوږه په اوږه ولاړ وي۔ده دا خبرې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او پھ بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزې مرستې په زياتولو او د شريكې خوښې پھ بېلا بېلو چارو خب??ې وشوې۔خارجه وزير وو??يل د پاكستان او سعودي ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې ژورې او د تاريخي نوعيت دي۔د الحرمين الشريفين تقدس د هر مسلمان د ايمان ب??خه ده۔ده وو??يل د حوسي ياغيانو لخوا پھ سعودي كښې د آبادۍ او د عسكري تنصيباتو په نښه كولو د هڅو سخته غندنه كوو۔ش??ه محمود قرېشي وو??يل هغه د سعودي د توان وزير عبدالعزيز بن سلمان بن عبدالعزيز الس??ود او د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان الس??ود د پاكستان د متوقع دورې پھ مهال دوي سره د ملاقات په طمع دے۔خارجه وزير د سعودي د سفير څخه د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز الس??ود د روغتيا پوښتنه وكړه۔ده وو??يل په لويه شمېره كښې پاكستانيان د كلونو نه پھ سعودي كښې مېشته دي او د سعودي په پرمختګ او رغونه كښې خپل كردار ترسره كوي۔مونږ هيله لرو چې د سعودي حكومت به د كورونا پھ وبائي صورتحال كښې د بهترۍ نه پس د ملازمتونو څخه د لرې كړے كړو پاكستانو كاركنانو د راستنېدو او بېرته د روزګار وركولو په اړه خاص اقدامات وكړي۔د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي د خارجه وزير ش??ه محمود قرېشي مننه وكړه