اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) متحده علما بورډ د محرم الحرام په اړه ضابطه ??خل??ق جاري كړے. په ضابطه ??خل??ق كښې وئيلي شوي د مذهب په نوم ترهګري، انتهاخوښي، فرقه ورانه تشدد، قتل و غارت ګري د اسلام په ضد فعل دے ٬ هر فكري مكتب او د ټولو مذهبونو مشران د دې څخه د مكمل برات اعلان كوي، كوم مقرر، خطيب، ذاكر يا واعظ دې په خپله وېنا كښې د انبیاء علیه السلام ، اهل بیت اطهار ، اصحاب رسول ، خلفائے راشدین ، ازواج مطهرات، آئمه اطهار او د حضرت امام مهدی سپكاوې ونه كړي، كومه هم اسلامي فرقه دې كافر، كوم هم م??لم??ن يا غېرمسلم دې ماورائے عدالت واجب القتل ونه ګرځولے شي او د پاك??تا?? د آئين له مخې دې د ټولو مذهبونو او مسلكونو خلق خپل ژوند او مذهبي ژوند تېر كړي. په ضابطه ??خل??ق كښې وئيلي شوي د شرخورونكو او زړه آزارونكو كتابونو، پمفلټ او تحريرونو اشاعت، تقسيم او ترسيل دې ونه كړے شي. اشتعال انګېز او د كركې د موادو په كېسټونو او د انټرنېټ په وېب پاڼو دې مكمل بندېز ولګولے شي. په اولسي كچه شريكې غونډې دې وكړې شي او يو بل سره دې د يووالي څرګندونه وكړې شي. په پاك??تا?? كښې م??لم??نانو سره سره غېر مسلم هم اوسيږي ، ځكه د شريعت اسلاميه له مخې د غېر مسلمو د عبادت ځايونو، د دوي د مقدساتو او د دوي د ځان او مال تحفظ هم د م??لم??نانو او د پاك??تا?? د حكومت ذمه واري ده. حكومت دې قومي اېكشن پلان د فرق نه بغېر ع??لي كړي. د دې نه علاوه پېغام پاك??تا?? يو متفقه د??تا??ېز دے د كوم قانوني شكل وركولو لپاره دې په سمدستي توګه مشاورتي عمل پېل كړے شي. د متحده علما بورډ په ضابطه ??خل??ق كښې وئيلي شوي په شريعت اسلاميه كښې فتويٰ ډېر اهميت لري، د قرآن او سنت په رڼا كښې وركړې فتويٰ به معتبر وي. د قرآن او سنت د تعليماتو په ضد په وركړې شوو فتوو په په سمدستي توګه كارروائي كولې شي.