اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان زرعی پرمختګ، برآمدات زياتولو او د سائنس اینډ ټیکنالوجی ودې مجوزه منصوبې ستائلو سره وئيلي دي د هيواد نوے نسل په زړه پورې صلاحیت لري، د هيواد پرمختګ د سائنس اینډ ټیکنالوجی ودې سره تړلے دے،دغه منصوبو له دې زر تر زره حتمی شکل وركړے ش?? دغسې چې په هغې عمل درآمد پيل شي، د مجوزه منصوبو په لاره كښې ولاړ خنډان دې لري كړے ش?? ۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاري بيان تر مخه د دې خیالاتو څرګندونه ده ?? جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د سائنس اینډ ټیکنالوجی وزارت نوو منصوبو په اړه غونډې ته وينا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د سائنس اینډ ټیکنالوجی وزير چوهدری فواد احمد، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داوَد، د خزانې سيكرټري ، د ايف بي آر چئیرمين او نور سینئر افسرانو ګډون كولو۔ د سائنس اینډ ټیکنالوجی وزیرِ وزير اعظم له په هيواد كښې د سائنس اینډ ټیکنالوجی ودې په اړه د تيرو دوو كلونو پيل شوو ځ??نو مهمو منصوبو ، کامیابیو او د سباؤن منصوبو په اړه بریفنګ وركړو۔ وزیر اعظم هاوَس كښې د انجنیئرنګ او ایمرجنګ ټیکنالوجی جدید تعلیم په اړه د مجوزه پوهنتون جوړولو په منصوبه تر اوسه په شوې پیشرفت بریفنګ وركړے ش?? ۔ هيواد كښې د څښلو پاكو اوبو پلانټس او په خاص توګه د دې منصوبې د لارې ځوانانو او ميرمنو له د روزګار وركولو په اړه په مجوزه منصوبه هم بریفنګ وركړے ش?? ۔ د پوهنتونونو په اشتراك به د ټول هيواد څلور سوه هائر سیکنډری سکولونو كښې سائنس، ټیکنالوجی ، انجنیرنګ او د ریاضی تعلیم ودې په اړه د سټیم منصوبې پيل كولو منظوری وركرې شوه ۔ وړومبي پړاؤ كښې به 40 سكولونو كښې د سائنس ، ټیکنالوجی ، انجنیرنګ او ریاضی جدید تعلیم لپاره خاص لیب جوړولے ش??۔ څلور سوه سکولونو كښې به يو لكه ماشومان د جدید علوم تعلیم او تربیه ترلاسه كولې شي۔ د سائنس اینډ ټیکنالوجی وزير طبی آلات جوړولو كښې د هيوا?? استعداد او په دې اړه برآمدات كښې د زياتوالې په اړه د مجوزه روډ میپ نه وزیرِ اعظم خبر كړو۔ د زراعت څانګه په جديد ډول روانولو ،زرعی پیداوار زياتولو او د جدیدې ټیکنالوجی کارولو سره د هيوا?? استعداد كارولو په اړه مفصل پلان هم وزیرِ اعظم ته وړاندې كړے ش??۔ وزیرِاعظم د کورونا په مهال پھ ځاې كچه حفاظتی کټس، وینټیلیټرز لو د نور سامان جوړولو په اړه د سائنس اینډ ټیکنالوجی وزارت او په خاص توګه د ِ سائنس اينډ ټيكنالوجي وزير هڅې وستائلې۔ د زراعت په لړ كښې د هيواد برآمدات زياتولو او د سائنس اینډ ټیکنالوجی ودې په اړه د مجوزه منصوبو ستائلو سره وزیرِ اعظم ووئيل د هيواد نوے نسل په زړه پورې صلاحیت لري۔ د هيواد پرمختګ د سائنس اینډ ټیکنالوجی ودې سره تړلے دے،دغه منصوبو له دې زر تر زره حتمی شکل وركړے ش?? دغسې چې په هغې عمل درآمد پيل شي