اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عم??ان خان سره ?? ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د 75مې غونډې نوي ټاكلي شوي صدر وولكن بوذكر د ګل په ورځ ملاقات كړے. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم عم??ان خان وولكن بوذكر ته د ملګرو ملتونو د 75مې غونډې د مشر په ټاكلے كېدو مباركي وركړه. د ملاقات په مهال وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ صدر د هند په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د بنيادي او بشري حقونو څخه سرغړونو او د سيمې د ډېموګرافك سټركچر بدلولو د هڅو نه خبر كړو او وې وئيل دا تنازعه د 7 لسيزو نه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا پرته ده. وزيراعظم د كال 2019م د اګست د 5مې نېټې نه د هند په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د بنيادي او د بشري حقونو څخه په لويه پېمانه او منظم ډول سرغړونو ، د مقبوضه جمو كشمير د اولس صورتحال او د هند لخوا د سيمې د ډېموګرافك سټركچر بدلولو د هڅو نه خبر كړو. وزيراعظم ووئيل ملګري ملتونه دې دا سنګين صورتحال او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د دوي د خپلواكۍ حق وركولو لپاره ??پل كردار ترسره كړي. وزيراعظم هغه د كووېډ -19 وبا د معاشي او سماجي آغېز مقابلې لپاره ?? خپل حكومت د اقداماتو، چې مقصد ئې د اولس ژوند بچ كولو سره ??ره ??وي ته د ژوند ضروريات وركول او د معيشت پايه چلو?? وو، څخه هم خبر كړو. ده ووئيل د ده حكومت د ټولنې ضرورت لرونكو او مستحقو طبقو لپاره ?? 8 اربه ډالرو د مرستې پېكج وركړے. دا د پاكستان په تاريخ كښې د كوم حكومت لخوا وركړے شوے تر ټولو لوي د سماجي تحفظ پېكج ؤ. وزيراعظم د قرضونو معافې په اړه په نړيواله كچه د اقداماتو په لړ كښې هغه د خپلو هڅو نه خبر كړو او د كورونا وائرس وبا سماجي او معاشي آغېز كمولو لپاره ??ې پرمختګ كوونكو هېوادونو سره ?? زياتې مالي مرستې په كولو ټينګار وكړو. وزيراعظم د ماحولياتي بدلون، اسلام فوبيا او د پرمختګ كوونكو هېوادونو نه د دولت غېرقانوني منتقلې په اړه خپل ترجيحات او معاملو ته د عمومي اسمبلۍ په راتلونكې غونډه كښې د اهميت وركولو په چارو رڼا واچوله. وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 75مه غونډه كښې ??ه دې معاملو ته اهميت وركړے شي ځكه چې د نړۍ د اربونو انسانانو سباٶن دې سره ??ړلے دے