اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پ??) وزیراعظم عمران خان د لوئے اختر د خوشحالۍ په موقعه ټول قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وړاندې كولو سره وئيلي دي د قربانۍ مقصد ددې عزم پخلې كول دي چې د ح?? په لاره تلو او عزم او استقامت اختيارولو كښې چې كومې هم ستونزې رامخې ته شي او كومه هم قرباني وركول وي له هغې به سرغړونه كولې نه شي۔ د خالي په ورځ د لوئے اختر په موقعه خپل پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئي?? ټوله نړۍ دا مهال نازك پړاؤ څخه تېرېږي۔ د کورونا وائرس وبا ټول انسانيت له د يو چېلنج په توګه رامخې ته شوې ده۔ زه ټول پاكستاني قوم ته خواست كوم چې د اختر په موقعه ټول ??حت??اطي تدبيرو??ه خپلولو سره د قربانۍ فرض ترسره كولو سره بې وزله او ضروت منده ډله ځان سره واخلي۔ زه دعا كوم چې لوئے څښتن دے دې وباﺀ څخه د ټولو خلقو حفاظت وكړي او د خپل شان مطابق دې ټولو له اجر وركړي او مونږ ته دې د دې وباﺀ ??ه خلاصې راكړي۔