اسلام آباد ۔ 28 جولائی (اے پی پی) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشی وئيلي دي د اپوزيشن لخوا نېب قوانين كښې تجويز كړ?? بدلون??نه د تحريك ان??اف منشور په ضد دي۔ عمران خان ښكاره وئېلي په بدعنوانۍ به كومه سمجهوته ??نه كړو ۔ سياست كښې دروازې كله هم نه بندېږي۔ اپوزيشن له د تنګ نظرۍ څرګند??نه نه ده پكار ۔ په نېب قوانين كښې په بدلون كولو تر لسو كلونو اتفاق رانغلو او اوس اپوزيشن په 10 ساعتو ك??ې بدلون??نه غواړي۔ اپوزیشن دې پاكستان ګرے لسټ نه ويستلو لپاره قانون سازۍ كښې خپل كردار ترسره كړ??۔ اپوزیشن دې عمران خان يا حكومت له نه د پاكستان مفاد له د پراخه زړه څرګند??نه وكړي۔ د نهې په ورځ قومي اسمبلۍ كښې ده ووئيل پاکستان څه مودې نه د فیټف ګرے لسټ ته راغلے ؤ۔ د تېرو حكومتونو بې غورۍ د لاسه هېواد ګرے لسټ ته تللے۔ هند د پاكستان بلېك لسټ كولو له سازش كوي۔ دغسې چې د پاكستان معيشت تباه شي۔ د پاكستان برآمدات ختم شي او په پاكستان سخت بندېز??نه ولګولے شي۔ ده ووئېل د پاكستان د سفارت كارۍ د لارې خپل ووټ او د اصلاحاتو په حقله ګامونه پورته كړ??۔ ده ووئيل د پاكستان ملګري هېواد??نه پاكستان سره ولاړ دي۔ پېرس كښې آخري غونډه كښې د پاكستان كاركردګي ستائلې شوې ۔ده ووئېل د فیټف سفارشاتو په حقله د خارجه وزارت او حماد اظهر د هڅو ستائنه كوم۔ د فيټف سفارشاتو په بابله قانون سازۍ ته اړتيا ده او په دې اړه 11 بل??نه وړاندې كړې شوي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د قوانين په ګوته كولو لپاره اپوزيشن ته د ناستې او خبرو كولو وئيلي ځكه چې دا بل به د دواړو ايوانونو څخه پاس كول وي۔ ده ووئيل زه د سپيكر او د سېنېټ چيئرمېن مننه كوم چا چې 25 كسيزه كمېټي جوړه كړ??۔ په دې كښې د حكومت او اپوزيشن غړي شامل دي۔ خارجه وزير ووئيل د اربونو روپو قرض لوي خلق اخلي۔ اپوزيشن غواړي چې دوي نېب سره مخ نه كړے شي۔ ده ووئيل كومې مسئلې قامي او كومې د ذاتي مفاد دي بايد دواړه جلا جلا كېښودلې شي۔ دواړه مونږ يو برابر نشو تللے۔ ده ووئېل قامي ګټې ته بايد ترجيح وركړے شي۔