اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا په نړيواله ور??رولۍ زور راوړے چې ھغوي په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په مرتكب كېدو د هند محا??به وكړي، د وزيراعظم عمران خان د تشدد ښكار شويو د ملاتړ نړيوالې ورځ په موقع خپل ټويټ پېغام كښې ووئيل په نننۍ ورځ زه نړيوالې ور??رولۍ ته غږ كوم چې په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په مرتكب كېدو د هند محا??به وكړي څوك چې د مېرمنو٬ كوچنيانو او ځوانانو په ضد پېلټ ګنز كاروي ٬ د جنسي تېرو ارتكاب كوي او په برقي جټكو د وژلو پشمول په هغوي بد ترين ذهني او جسماني تشدد كوي۔ وزيراعظم ووئيل د هندوتوا پيروکار مودي سرکار په حكم شوي د هندي پوځ د بربريت داس??ان??نه ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نتظيمونو او نړيوالې ميډيا سره خوندي پراته دي ۔ده ووئېل د هند په دې څرګندو ظلمونو او د بشري حقونو او نړيوال قوانين په خلاف ورزو پرله پسې خاموشي نړيوالې ور??رولۍ له قبلول نه دي پكار ۔