اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د اولس حفاظت باوري كولو او په كورونا قابو موندلو له آزاد کشمیر٬ ګلګت بلتستان او د اسلام آباد په شمول ټولو صوبو كښې كار كوؤنكو تنظيمونو دا خب??ه باوري كړې چې د صحت په هداياتو عملدرآمد نه كوؤنكي دې حساس جوړ كړې شي ولې چې په اېس او پيز عملدرآمد نه يوازې په انفرادي بلكې په اجتماعي كچه هم د خلقو حفاظت كوي۔ د صوبو لخوا د تېرو 24 ساع??ون?? په مهال اېس او پيز عملي كولو له د شويو كارروائيو په اړه اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ بلوچستان كښې د 705 خلاف ورزيو دلاسه 629 دوکانونه ،3 كارخانې او 15 ټرانسپورټ ګاډي په عارضي توګه بند كړې شول او په مالكانو ئې جرمانې و??ګولې شوې۔ دغسې پنجاب كښې د اېس او پيز په خلاف ورزيو 965 دوکانونه ٬ 2 صنع??ون?? او 715 ګاډي بند كړې شول او ج??مانې و??ګولې شوې۔ سندھ كښې د 826 خلاف ورزيو په نتيجه كښې 81 دوكانونه بند كړې شول۔ دغسې خېبر پختونخوا كښې هم د اېس او پيز خلاف ورزۍ رامخې ته شوې چې له امله ئې 398 دوکانونه بند كرې شول۔ 106 ګاډي جرمانه كړې شول۔ ګلګت بلتستان كښې 96 دوکانونه او 56 ګاډي ٬ اسلام آباد كښې 29 دوكانونه ٬ 2 صنع??ون?? او 13 ګاډي او آزاد كشمير كښې 168 دوكانونه او 202 ګاډي بند او ج??مانه كړې شول