اسلام ا??با?? 27 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د ??يش??ل کوآرډي??يش?? کميټۍ د پرېكړو په رڼا ??ښې به د وفاق او صوبو ترمينځه رابطو ??ښې لا ښه والې راوستلې شي دې م??صد لپاره كمانډ اېنډ كنټرول سنټر جوړ كړې شوې دې او صوبو ته وئيلي شوي دي چې ھغوي خپل خپل نمائندګان ونوموي، دا کمانډ اينډ کنټرول سنټر به د ??يش??ل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ په مشرۍجوړولې شي۔ شاه محمود قرېشي څوك چې د قامي رابطه كميټۍ د لوړې كچې په غونډه ??ښې شريك ٶ كومه چې تيره ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ ??ښې شوې وه د هغې حواله وركولو سره خپل ب??ان ??ښې ده ووئيل په تيره غونډه كښې م??مې پرېكړې شوې، وړومبۍ پرېكړه دا وشوه چې د وفاق او صوبو ترمينځه دې رابطې لا ښه كړې شې، دې م??صد لپاره کمانډ اينډ کنټرول سنټر جوړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل دا مهال د نړيوالې وباء مخنيوي لپاره زمونږ هيلت كارمندان مهم كردار لوبوي د هغوي تحفظ باوري كولو ته پام لرنه كوو٬ دې لپاره پرونۍ غونډه ??ښې دا پرېكړه شوې چې د دغه وركرانو حفاظت لپاره به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ د ټيسټنګ سهولت لا ښه كولو او د زياتولو هم پرېكړه شوې ده چې لپاره مونږ د پي سي آر نوې مشينان اخلو چې ورسره به زمونږ د ټيسټنګ استعداد يو په دوه زيات شي۔ده ووئيل لاك ډاٶن د وخت اهم ضرورت دې چې څوك ترې هم سرعړونه نشي كولېخو مونږ له د لاك ډاٶن سره سره دا خبره هم باوري كول دي چې اولس ته د خوراك څښاك څيزونه په باقاعدګۍ سره ترلاسه وي۔ په غونډه ??ښې د جمعې لمونځ ادا كولو په چارفو هم بحث شوې چې پ??ښې د صوبو نمائندګان هم موجود ٶ د ټولو رائ معلومه كړې شي او د الازهر پوهنتون لخوا جاري شوې فتوٰې هم رامخې ته كړې شوې د بيلو مكاتب فكر د علمائے كرامو رائ هم معلومې كړې شوه او متفقه پرېكړه دا وشوه چې په جوماتونو ??ښې دې د جمعې اجتماعات محدود وي، د جمعې لمونځ محدود اجتماعاتو لپاره يوازې اعلاميه به كافي نه وي مونږ له به اولس قائل كول وي۔ده ووئيل د سندھ حكومت په تيره اوونۍ ??ښې اعلاميه جاري كړې وه چې په موجوده وضعه ??ښې په جوماتونو ??ښې به د جمعې لمونځ نه ادا كيږي او جوماتونو ته د جمعې په ورځ تالې ولګولې شوې نو اولس په سړكونو د جمعې اجتماعاتو ??ښې لمونځ وكړو۔ ده ووئيل يو شمير اسلامي هيوادونو د اسلامي شرعې مطالعه كولو سره په دې لړ ??ښې ګامونه پورته كړي او د اولس لارښونې ئې كړې د كمپائن د لارې اولس اماده كيدې شي چې ھغوي د سماجي فاصلې د اصولو له مخې د لمونځونه ترجيحاً كورونو ??ښې وكړي خو په زور په دې عملدرآمد نه شي كېدې۔ پرون د مذهبي چارو وزير ته د سعودي چارواكو لخوا چيټۍ راغلې چې پكښې م??نږ سږ كال د حج ادا كولو په اړه د صورتحال جاج اخلو اوس فې الحال تاسو انتظامات بند كړئ ځكه چې په سعودي ??ښې هم د دې وباء د رنځورانو شمېره په زياتېدو ده ٬ دې لپاره د دې نړيوالې وباء صورتحال په تناظر ??ښې چې د ګڼ شمير خلقو راغونډېدو سره خطر اندېښنه رامخې كيدې شي ځكه اوس ټول صورتحال لا زمونږ په قابو ??ښې نه دې او تر اوسه حتمي پرېكړه نه ده شوې٬ مونږ لاس په دعا يو چې حالات به ډېر معمول ته راشي او مونږ به په دې وباء قابو موندلو ??ښې بريالي شو۔(