ا??لا?? آباد 27 مارچ (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابينې د توان كمېټۍ په غونډه كښې په اولس د ګاز په مد كښې د اضافې بوجه نه اچولو پرېكړې شوې٬ وزیراعظم آئي اېم اېف سره د لوظنامې له مخې د ګاز بيعه زياتولو عمل د ځنډولو وئېلې دي ، سوئي سدرن او سوئي ناردرن ته د ګراس کټنګ، کفایت شعارۍ كمپائن او د ګاز غلا په اړه موثره اقدامات باوري كولو له امر شوې، دواړه كمپنۍ دې په معاشي ريليف پېكج عملدرآمد كولو سره د اولس سهولت مركزونه جوړ كړي۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابينې د توان كمېټ?? غونډې نه پس اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالي ډاکټر فردوس عاشق د وېډيو پېغام د لارې د غٶنډې تفصيلات په اړه ميډيا خبر كړه۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابينې توان كمېټ?? غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د عامو مصرف كوٶنكو د ستونزو، مسئلو او د دغې مخنيوي لپاره د جا??ع لائحې جوړولو پرېكره وشوه۔ وزیراعظم عمران خان د توان وزير ته امر وكړو چې په اولس د ګاز په مد كښې اضافې بوجه وانه چولې شي ۔ د ګاز بيعه زياتولو په اړه آئي اېم اېف سره د لوظنامې له مخې د ګاز بيعه زياتولو عمل دې هم وځنډولې شي ۔ وزیراعظم عمران خان امر وكړو چې د ګاز بيعې په اړ په اولس بوجه كم كړئ او د ګاز بېعه مستحكمه ساتلو لپاره سوئي سدرن او سوئي ناردرن ته د ګراس کټنګ، کفایت شعارۍ كمپائن او د ګاز د غلا مخ نيوي په اړه په وخت او موثره اقدامات باوري كړئ۔ وزیراعظم امر وكړو چې د ګاز غلا دې ختمه كړ?? شي او دې څانګه كښې دې اصلاحات وكړې شي۔ خاص مرستيالې ووئېل په غونډه كښئ پرېكړه وشوه چې د ګاز غلا مخنيوي لپاره دې په سمدستي توګه اداره جاتي اصلاحات معرفي كړ?? شي، د کابینې د توان كمېټې اصلاحاتي اېجنډا به اي سي سي ته وړاندې كولې شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزیراعظم عمران خان د توان وزارت ته امر كړ?? چې كليوالو سيمو ته د تعطل نه غېر د ګاز وركړه باوري كولو لپاره صنعتي او كمرشل سېكټر كښې د استعمال متبادل ورځ تجويز كړئ دغسې چې په اېل اېن سي او د ګاز نورې زريعې منتقل كړ?? شي او عامو مصرف كوٶنكو ته ګاز وركړې شي۔ دې ووئېل وزيراعظم دا امر هم كړ?? دا پروګرام معرفي كړ?? چې له مخې ئې د ګاز مصرف كوٶنكو ته په بلنګ سهولت وي۔ دې ووئېل دغسې وزیراعظم په معاشي پېكج د عملدرآمد په مد كښې دواړو كمپنو ته مصرف كوٶنكو له د سهولت مركزونو جوړولو امر كړ?? چې په معاشي رېليف پېكج په بيړه عملدرآمد باوري كړئ۔