اسلام آباد 10 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د برتانيې د بېلو نوموړو تعليمي او تحقيقي ادارو 70 سائنسمدارو ليدلې دي ۔په دې مهال د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن هم موجود ؤ ۔په دې مهال وزيراعظم ته ووئيل شول د برتانيې د نوموړو تعليمي او تحقيقي ادارو سره تعلق لرونكي 70 سائنسمدار پاكستان كښې موجود دې كوم چې ايګريكلچر نوټرېشن٬هېلت كيئر او بائيو ټېكنالوجي ودې په اړه وركشاپ كښې ګډون كوي۔د دې وركشاپ مقصد په ج??يد علومو٬تجربو او په معلوماتو د خيالاتو څرګندونه كول دي۔وزيراعظم د پلاوي هركلے كولو سره ووئيل د سائنس او ټېكنالوجي ودې ته حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل په هېواد كښې موجود استعداد كارولو له ټېكنالوجي او ج??يد ريسرچ ته ودې وركولو ته ا ړتيا ده۔وزيراعظم په برتانيه كښې په بېلو څانګو كښې خپل قابليت منونكي د پاكستانې نژاد كميونټۍ ذكر كولو سره ووئيل ج??يد علوم او په خاص توګه د ټېكنالوجي ودې لپ??ره د داسې كسانو د قابليت څخه استفاده كول د هېواد لپ??ره سود مند ده ۔په دې لړ كښې وزيراعظم د ريسرچ په اړه د هېواد ادارو او نړيوالو تحقيقاتي ادارو سره د رابطو په اهميت زور راوړولو سره ووئيل حكومت د دغې رابطو ودې لپ??ره به هر ممكنه معاونت كوي