اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې تر څو چې هندوستان كشميريانو ته د دوي د خپلواكې بنيادي حق نه وركوي، دوي سره د كركټ مقابلې به د كشميريانو په زخمونو د نمك پاشې په شان خبره وي، د لوبو وده صحت مند ټولنې لپاره ضروري ده، په هېواد كښې د نړيوال كركټ بحالي خوشبينه خبره ده، د هېواد په نورو ښارونو كښې به هم كركټ بحال كوو، وزيراعظم د كركټ د ډهانچې تشكيل نو كړې. د خالي په ورځ پھ پنډې كركټ سټېډيم كښې د پاكستان او بنګله دېش ترمېنځه د ټېسټ مېچ په موقع م??ډي?? سره په خبرو كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د بنګله دېش د كركټ لوبډلې لخوا د پاكستان دوره خوشبينه ده. هغ?? ووئيل چې پاكستان سوله ايز هېواد دے، د كركټ سره د نورو لوبو بحالي هم غواړو. هغ?? ووئيل چې حكومت په ډومېسټك كچه د كركټ ډهانچه قوي كړې. د سري لنكا د كركټ لوبډلې او حكومت ته هم مباركي وايو كومو چې په پاكستان كښې د كركټ بحالې لپاره ځانګړې كردار ترسره كړے. هغ?? ووئيل چې په مېرټ انتخاب داسې اقدامات دي چې ورسره به په پاكستان كښې كركټ وده وكړي. وزيراعظم عمران خان په خپله لوبغاړې دے او هغه د لوبو د ګټې نه خبر دے. لوبې د اعصابو قوي كولو ذريعه ده. هم دا وجه ده چې عمران خان چېلنجونه په موقعو كښې د بدلولو صلاحيت لري. هغ?? ووئيل چې حكومت په سپورټس بورډ كښې اصلاحات كړي دي، د كبډې نړيوال كپ په پاكستان كښې كېږي، زمونږ هېواد ډېر ټېلنټ لري. هغ?? ووئيل چې د ټولې نړۍ لوبډلې به پاكستان ته راځي. هغ?? ووئيل چې په دې وخت كښې پاكستان د سېلګرې په اړه د نړۍ تر ټولو محفظ هېواد دے. هغ?? ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د امن داعي او علم پورته كوونكې بيانيه په ټوله نړۍ كښې ستائلې شي. په پاكستان كښې د لوبو مېدانونه آباد شوي دي. هغ?? ووئيل چې كمپنې دې مېرمنې لوبغاړې هم سپانسر كړي. هغ?? ووئيل چې په راتلونكي وخت كښې به د سپورټس په ايونټس كښې م??ډي?? ته بشپړه اسانيې وركولې شي.