اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پ??) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي خصوصي كسان د ټولنې مهمه او د قدر وړ برخه ده٬بايد د تعليم پشمول د ژوند په ټولو څانګو كښې د هغوي حقونه باوري كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو پ?? ورځ ايوان صدر كښې د احساس پروګرام ترمخه د معذورۍختمولو كښې د سول سوسائټۍ كردار په ا??ه د يو پريزنټېشن مشري كولو پ?? مهال وكړه۔پھ دې موقع د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ په ا??ه د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر او نور هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل خاص كسان د خاص پام لرنې مستحق دي ځكه چې هغوي د زياتو ستونزو سره مخ كېږي۔ده ووئيل د احساس پروګرام ترمخه حكومت د هغوي د حقونو تحفظ او هغوي له هر ډول آسانيو وركولو له چمتو دے۔ده ووئيل په سكولونو كښې د خصوصي كسانو تعليم ته پام لرنې ته ا??تيا ده۔اولس مشر ووئيل د خصوصي كسانو بېلو ځايونو ته رسنه يوه لويه مسئله ده ٬ دې لپاره به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي او خصوصي كسانو له د روزګار موقعې به راپیدا كول وي دغسې چې هغوي د هېواد پرمختګ كښې كردار ترسره كړي