پېښور 28 دسمبر (اے ??ي پي) وزيراعظم عمران خان په اصلاحاتي نظام كښ?? ?? خنډ جوړېدونكې سټېس كو د خاتمې يو ځل بيا عزم كړے او وئيلي ئې دي چې په بېلا بېلو څانګو كښ?? به د اصلاحاتو عمل روان وي، كال 2019م مشكل كال و، راتلونكې كال به د معاشي استحكام او پرمختګ په لحاظ بهتر وي، په سركاري روغتونونو كښ?? به د بهرنيو هېوادونو په طرز جديد نظام معرفي كوو، د ” اپنا” د تجربو څخه به استفاده كوو، په پاكستان كښ?? د كېنسر روغتون په جوړولو كښ?? د ” اپنا” مهم كردار پاتې شوے، په شمالي امريكا كښ?? د مېشته پاكستاني ډاكټرانو ا?? فزيشنز د لارې به لابنګ قوي كوو، بهر مېشته پاكستانيان دې د هندي حكومت لخوا په مقبوضه كشمير كښ?? د بشري حقونو څخه سرغړونې او په هند كښ?? د اقليتونو د شهريت په اړه متنازعه قانون د نړۍ په وړاندې په بې نقابه كولو كښ?? كردار ترسره كړي. وزيراعظم دا خبرې د خالي په ورځ د پېښور په ګورنر هاٶس كښ?? په شمالي امريكا كښ?? مېشته پاكستاني ډاكټرانو، د زړونو د ناروغې د پوهانو تنظيم ﴿اپنا﴾ او د خېبر مېډيكل كالج كلنې غونډې ته په خپله وېنا كښ?? وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د بهر مېشته پاكستانيانو د ستونزو نه ښه خبر يو، د دوي مسئلې حل كولو لپاره په ترجيحي بنيادونو ا??دامات كولې شي. ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښ?? په هره څانګه كښ?? پاكستانې ټولنې خپل ځانګړې كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې كله مې په پاكستان كښ?? د كېنسر روغتون جوړولو اراده وكړه نو هر چا ئې مخالفت وكړو چې په پاكستان كښ?? داسې روغتون جوړول ممكن نه دي، هغه وخت هم په شمالي امريكا كښ?? مېشته پاكستاني ډاكټرانو ا?? د پوهانو اېسوسي اېشن بشپړه مرسته كړې وه. ده ووئيل چې په لاهور كښ?? د شوكت خانم مېموريل كېنسر روغتون جوړولو د كاميابې نه پس مو په پېښور كښ?? هم د كېنسر روغتون جوړ كړو. ده ووئيل چې په پاكستان كښ?? د كېنسر روغتون لپاره خلقو عطيات ځكه وركړل چې د دې يو معيار مقرر كړے شوے و. وزيراعظم ووئيل چې مونږ د سركاري څانګې په روغتونونو كښ?? اصلاحات كول غواړو. ده ووئيل چې كرپټ مافيا او سټېټس كو مافيا كومې چې د پخواني نظام نه استفاده كوله، هغه د اصلاحاتو په لار كښ?? هر ځائ خنډ جوړ شوے چې دغسې دا عمل برباد كړے شي او وئيلي شوي چې مونږ اصلاحات نه بلكې نجكاري كوو. وزيراعظم باور وركړو چې اصلاحات به ضرور كوو ا?? په شا كېږو به نه. ده ووئيل چې د اوسني نظام له مخې په سركاري روغتونونو كښ?? معياري علاج ممكن نه دے ځكه چې د هغه ځائ ډاكټرانو ته معلومه نه ده چې جديد نظام څنګه وي ځكه مو د خېبر پښتونخوا نه دا اصلاحاتي عمل پېل كړے چې دغسې په سركاري روغتونونو كښ?? د نجي روغتون پشان نظام معرفي كړې شي، مونږ به دا هڅې روانې ساتو. ده ووئيل چې قوم ته مې وړاندې وئيلي وو چې انشاالله دا جنګ مونږ ته ګټل دي. وزيراعظم ووئيل چې يو هغه حكومت وي چې پنځه كاله پوره كولو لپاره راځي او يو زمونږ حكومت دے كوم چې اصلاحاتي حكومت دے. مونږ ته په هر حال كښ?? اصلاحات كول دي. وزيراعظم ووئيل چې د كال 1980م په لسيزه كښ?? په نيمه وچه كښ?? پاكستان تر ټولو وړاندے و خو نن ټول زمونږ نه وړاندے تللي دي. بنګله دېش هم زمونږ نه وړاندے دے. ده ووئيل چې مالېزيا زمونږ په وړاندې د كوم ځائ نه كوم ځائ ته ورسېده. مهاتير محمد اصلاحات وكړل او مالېزيا پرمختګ وكړو. په تركيه كښ?? رجب طيب اروان راغلو، اصلاحات ئې وكړل او نن تركيه هم پرمختګ كوي. وزيراعظم ووئيل چې اپنا سره ادارجاتي انتظام غواړو چې دغسې د دوي د تجربو نه استفاده وكړې شي. وزيراعظم ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيانو ته وايم چې راشئ او دلته محنت وكړئ، تاسو به د خپل محنت خواږه ضرور ترلاسه كړئ.