اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان د وړومبي صف سانسمدار ډاكټر عطاﺀ الرحمن له به د ??ين اولس مشر لخوا د جنورۍ په 7 مه نېټه د سائنس او ټ??كنالوجۍ د مرستې ايوارډ وركولې شي ٬ د سرکاری ذريعو له مخې د سائنس او ټ??کنالوجۍ نړيوال ایوارډ به ډاكټر عطاﺀ الرحمن ته د كېمسټرۍ په اړه د غېر معمولي خذماتو په اعتراف وركولې شي۔ دې څخه وړاندې دا ايوارډ يو شمېر سائنسمدارو له وركړې شوې په كومو كښې چې ډاكټر کارلو، روبیه او ډاکټټر زورېس الفیروف شامل دي۔ ډاکټر عطاء الرحمن د پاکستان لخوا تر ټولو زيات ايوارډ ترلاسه كوؤنكې او تر ټولو غوره سائنسمدار دے۔ده څلور سول ايوارډز هم ترلاسه كړي كومو كښې چې تمغه امتیاز، ستارہ امتیاز، هلال امتیاز او تر ټولو لوئې قامي ايوارډ نشان امتياز شامل دي۔ د ډاكټر عطاء الرحمن په اروپاﺀ او امريكا كښې 1250 څخه زيات مط??وع??ت ٬ كومو كښې چې 341 کتابونه هم شامل دي شائع شوې۔ په نړيواله كچه د شهرت په اعتراف ??ين او ملائيشيا د تحقيق خپل لوئې مركزونه د ډاكټر عطاﺀ الرحمن په په نامه منسوب كړې دي