اسلام آب??د 30 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې حكومت د خ??راك كمي مخ نيوي او مور او ماشوم صحت لپاره ضروري اقدامات كوي. ده دا خبرې د مور او ماشوم د خ??راك په اړه د خ??راك نړيوال پروګرام خاص سلاكارې او د اردن شاهزادګۍ ساره زېد سره په ملاقات كښې وكړې كومې چې په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو. د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي خارجه وزارت ته په راتګ د درنې مېلمنې هركلې وكړو. د ملاقات په مهال پ?? هېواد كښې د بې وسه او كمزور طبقو د خ??راك او او??و تحفظ په چارو خبرې وشوې. خارجه وزير ووئيل چې حكومت د خ??راك كمي مخ نيوي او مور او ماشوم صحت لپاره ضروري اقدامات كوي، وزيراعظم عمران خان قوم ته په خپله وړومبې وېنا كښې د دې مسئلو حل لپاره د عزم څرګندونه كړې وه. خارجه وزير شاهزادګۍ د مېرمنو خپلواكۍ او د غربت خاتمې لپاره د احساس پروګرام او په دې لړ كښې د شويو اقداماتو نه خبره كړه. په دې موقع د اردن شاهزادګۍ او سلاكارې د پاكستاني حكومت هڅې او اقدامات وستائل. هغې د وزيراعظم لخوا د غربت خاتمې لپاره د پېل كړې شوي احساس پروګرام ستائنه هم ??كړه.