اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق ا??وا?? سره پاكستان كښې د ايران سفير مه??ي هنر دوست د مخه ښې ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د ميډيا، فلم او كلتور په څانګو كښې مرسته د لا مستحكمولو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ دواړه مشران كلتوري مرستې زياتولو ته هم سلا شوي ځكه چې دواړه هېوادونه په نړيواله كچه وړاندې كولو ??پاره عظيمه قامي ورثه ٬ دود دستور او روايات لري۔ ډاکټر فردوس عاشق ا??وا?? ووئيل د دواړو هېوادونو مذهبي او كلتوري پړون شريك دے۔ د ميډيا په دوه اړخيزه مرسته زياتولو زور رواړلو سره ډاكټر فردوس عاشق ا??وا?? ووئيل ميديا د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته رانزدې كولو ??پاره مهم كردار لوبولې شي۔ د ايران سفير مه??ي هنر دوست ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ژورې او ښې اړيكې موجود دي٬ ايران شرېک پروډكشن ٬ فلمي تبادلې او د سركاري ټي وي چېنلو ترمېنځه مرستې زياتولو ??پاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ هغه د علامه اقبال په ژوند او كار په شريك د دستاويزي فلم په جوړولو ??ښې هم خوښي ښكاره كړه او په دې لړ كښې ئې د خپلې مرستې باور وركړو۔ ډاکټر فردوس عاشق ا??وا?? د ايران سفير مه??ي هنر دوست د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره د خدماتو ستائنه وكړه۔ دې د دواړو هېوادونو ترمېنځه رابطو لپاره د مه??ي هنر دوست د عزم او فعاله كردار هم ستائنه وكړه۔ په دې موقع د ايران سفير ته د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ميډيا په اړه په روانه مرسته بريفنګ هم وركړې شو۔ هغه خبر كړې شو چې پي ټي وي د علامه اقبال په اړه شريك دستاويزي فلم جوړولو ??پاره ايران سره بشپړه مرسته كوي۔