اسلام آباد ۔ 6 نومبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب منير ا??ر?? د ??لګرو ملتونو عمومي سېكتر ا??تونيو ګوترش ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل۔ د پاکستان نوي مستقل مندوب ته هركلې وئيلو سره عمومي سېكتر ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو په نظام كار كښې مهم كردار ترسره كوي او د پاكستان د نوي مستقل مندوب په هركلي كولو ماته ډېره خوشح??لي شوې ده۔ انټونیوګوئترېش ووئيل كډوالو لپاره د هائي كمشنر ذمه وارو ترسره كولو په مهال د ده پاكستان سره خصوصي اړيكې جوړې شوې او هيله لري چې منېر ا??رم به ?? پاكستان او ملګرو ملتونو ترمينځھ مث??لي اړيكې مخ په وړاندې بوتللو كښې خپل غوره كردار ترسره كړي۔ منېر اکرم دې څخه وړاندې 2002ء څخه تر 2008ء په دې عهده كار كړې دې۔ دې سره سره ده بېلو هېوادونو كښې د پاكستان سفير په حېث هم ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ دې دوه وارې د سلامتي كونسل او د ملګرو ملتونو د اقتصادي او سماجي كونسل صدر ا?? د ګروپ 77 پلس چین چئیرمېن هم پاتې شوې دې