اسلام آباد ۔ 18 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعيم الحق وئيلي دي کامیاب جوان پروګرام د هېواد په تاريخ كښې د ځوانانو خېر ښېګړې او پرمختګ له تر ټولو غوره پروګرام دے۔ راديو پاكستان سره خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خا?? ځوانانو ته د كاروبار موقعې وركولو له دا پروګرام پېل كړې۔ ده ووئيل ځوانان د هېواد د آ??ادۍ مهمه برخه ده او موجوده حكومت د ټولنې د دې طبقې مضبوطولو د اهميت ??خه خبر دے۔ مستحقو ځوانانو كښې د كاروبار كلچر معارفي كولو س??ه به د هېواد په معيشت باندې مثبت اغېز اوشي۔۔ ده ووئيل ځوانانو له ضروري ده چې دې پروګرام ??خه ګټه پورته كړي او ايماندارۍ سره د دې پروګرام د لارې نوو كاروباري منصوبو سره راوړاندې شي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي