اسلام آباد 16 ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سیّد ذوالفقار بخاری وئيلي دي چې سره د تولو حالاتو د کرتارپور راهداری به بشپړولې شي، پاکستان د سکھانو سېلګرو لپاره د کرتار پور راهدارۍ پرانستلو له لوظي دے۔ ده دا خبرې د سمندر پورې پاکستانیانو ګلوبل فاؤنډېشن ترمخه پاکستانی او سکھـ کمیونټی غړو په نیویارك كښې شوې غونډه كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده د پاك۔هند تاؤ ترېښوالې په تناظر كښې ووئيل کرتارپور راهداری مذهبی پروژره ده كومه چې د سياست څخه جلا ده۔ ده ووئيل کرتارپور راهداری پاکستان/135748.html">به ??اکستان كښې د ګوردوارہ دربار صاحب د هند ښار ګورداسپور ډیرہ بابا نانك سره وتړي كومه به چې ویزې نه غير وي او کرتارپور صاحب لپاره پاکستان/135748.html">به ??وازې ټكټ ترلاسه كول وي۔ زلفی بخاری ووئيل وزیراعظم عمران خان د اقتدار سنبالولو سره د کرتارپور راهدارۍ په اړه د مړانې پريكړه كړې ځكه چې کرتارپور د سکھـ مذهب مننونكو لپاره مقدس ځائ دے۔