اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو هائي كمشنر د مقبوضه جمو او كشمير په اوسني صورتحال ا??دېښنه ښودلې او د هند نه ئې غوښتنه كړې چې ٬ په مقبوضه سيمه كښې دې د بشري حقونو څخه سرغړونې٬ پرله پسې بندېزونه٬ لاك ډاؤن او كرېك ډاؤن ختم ك??ے شي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د مقبوضه جمو او كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كمشنر تر سيوري لاندې په جنېوا كښې د بشري حقونو د كونسل 42مه غونډه وشوه۔ په دې موقع د غونډې ګډون كوونكو په مهم نكاتو خبرې وكړې كومې چې د ستائنې وړ دي۔ د ملګرو ملتونو هائي كمشنر د هند لخوا د مقبوضه جمو او كشمير په اوسني صورتحال ا??دېښ??ه وښودله۔ ده په ګرفتارې او د مواصلاتو په بندېز هم اندېښ??ه وښودله۔ هائي كمشنر د هند نه غوښت??ه وكړه چې په مقبوضه سيمه كښې په لاك ډاؤن او كرفيو كښې نرمي وكړې شي چې دغسې خلق د بنيادي ضرورت څيزونه ترلاسه كړي او چې څوك ګرفتار كړې شوي دي٬ هغوي ته دې ټول قانوني حقوق ورك??ے شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د مقبوضه كشمير اولس د خپل سباؤن په اړه په كومه هم پرېكړه كښې نه شي شريكولې۔