اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مريم نواز په خپل ګوند ځانمرګ?? بريد كړے٬ د هغې لخوا په ميثاق معيشت پورې ټوكې كول په خپل تره شهباز شريف پورې ټوكې كول دي٬ ن ليګ په دوه بيانيو كښې ډوب شوے٬ بايد مريم صفدر د خپل تره نه د ګوند د مشرې نه د استعفٰي وركولو غوښتنه كړې وه٬ مريم نواز په خپله په ضمانت ده٬ د هغې جرم ختم شوے نه دے٬ دا نوې پاكس??ان دے٬ دلته به يوازې د آئين او قانون حكمراني وي٬ د اميرقطر لخوا پاكس??ان ته راتګ د عمران خان د هېواد دوست په پالېسې د باور څرګندونه ده٬ كومې لوظنامې چې كېدونكې دي٬ هغه به پاكس??ان لپاره د نوي سهار پېغام جوړې شي٬ وزيراعظم عمران خان هېواد سرمايه كار دوست هېواد جوړوي۔ د خالي په ورځ خب??ي كن??رنس ته د وېنا كولو په مهال د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې مريم نواز د قطر امير دوره خرابولو لپاره نننۍ ورځ خب??ي كن??رنس لپاره ټاكلې وه۔ هغې ووئيل چې امير قطر پاكس??ان لپاره د سرمايه كارې پېكج راوړي۔ دا د وزيراعظم عمران په سفارتي كچه لويه بريا ده۔ د دې نه وړاندې به چې كله د قطر ذكر كېدو نو ورسره به د قطري خط ذكر هم كېدو۔ اوس د دواړو هېوادونو اړيكې قوي شوې دي او د سرمايه كارې د نويو موقعو پېدا كېدو ثبوت دے۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل چې سزا شوې پاكستانې مېرمنې د قطري خط له امله شهرت ترلاسه كړے۔ د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې اپوزيشن ته خو د حكومت په ضد تحريك چلول و٬ زه پوښتنه كوم چې چرته لاړو هغه تحريِك٬ هغې ووئيل چې په كوم ډول په ق??مي ادارو بريدونه وكړې شول٬ څو څو ځله په عدالتونو تنقيد وكړے شو۔ ته خو د دې نه وړاندې په ډان ليكس كښې هم ككړه وې٬ تاسو مودي سركاري كور ته راوستلو سره د پاكس??ان نه د لاتعلقې اعلان كړے۔ اولس د راج كماري او د هغې د وينځو بيانيه رد كړې۔