لندن 19 جون (اے پی پی) د برتا??يې خارجه وزير جیریمی هنټ وئيلي دي پاکستان او برتانيه خپلو كښې قوي اړيكې لري، پاکستان سره د برآمدات حجم 400 م??یونه څخه تر يو ارب پاونډونو ته د رسولو پريكړه شوې ده ۔ د شورو په ورځ د پاکستان خپل همڅنګ شاہ محمود قریشی سره د ملاقات نه پس شريك خبرې کنفرنس ته د برتا??يې خارجه وزير ووئيل پھ دې ډير خوشحاله يم چې د پاکستان خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی لندن ته راغلې، مونږ د پاکستان او برتا??يې ترمينځه په اسټریټجكي شراکت دارۍ خبرې كړي۔ ده په ورلډ کپ كښې د پاکستا?? کرکټ ډلې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ جیریمی هنټ ووئيل پاکستان او برتانيه خپلو كښې نزدې اړيكې لري۔ مونږ په دوه اړخيزه تجارت ، د مرستې په نړيوالو چارو ، سيمه ايز تاؤ ترېښوالې ختمولو له په شريكه تګلاره او غريبۍ ختمولو له ګټه وره خبرې كړي دي ۔ جیریمی هنټ ووئيل په دې ډير خوشحاله شوې يم چې د برتا??يې د نړيوال تجارت وزیر د پاکستان سره د برآمدات حجم د 400 م??یونه څخه تر يو ارب پاؤنډونو ته د رسولو پريكړه كړې۔ ده ووئيل مونږ د برټش ایئر ویز د اسلام آباد څخه لندن ته نيغ په نيغه فلائیټ آپریشن بحالولو په اړه هم خبرې كړي، دا به د دواړه هېوادونو لپاره يوه ښه پرېكړه وي۔د برتا??يې خارجه وزير ووئيل د پاکستان خارجه وزير سره پھ ملاقات كولو خوشحاله يم، دې څخه وړاندې مونږ په بيلو موقعو ملاقات او خبرې كړي، دواړه هېوادونه خپلو كښې نزدې اړيكې لري۔ په دې مهال مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل د ټولو نه اول د برتا??يې د خارجه وزير مننه كوم چې په سختو خالاتو كښې ئې وخت راكړو ، مونږ په دې مهال ګټه ورې خبرې كړي۔د پلوامه پېښې نه پس سيمه كښې تاؤ ترېښوالې ختمولو له د پاکستان تحریك انصاف حکومت چې كوم اقدامات کړې په هغې هم د برتا??يې خارجه وزير خبر كړې شوې۔ شاہ محمود قریشی ووئيل مونږ د کرپشن او منی ??انډرنګ مخنيوي ، د ترهه ګرو مالي مرستې مخنيوي او د اېف اے ټی اېف ترمخه په شوې اقداماتو هم خبرې كړي۔ مونږ د پاكستان او برتا??يې ترمينځه په دوه اړخيزه تجزياتي خبرو كښې كومې چې په 2018 كښې كيدلې او د ځينې وجوهاتو په سوب اونه شوې په هغې هم غور كړې۔ ده ووئيل برتانيه كښې ګڼ شمير پاکستانیان مېشته دي كوم چې د دواړه هېوادونو ترمينځه اقتصادی، كلتوري اړيكو ته ودې وركولو له مرستياله ګرځي۔ مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل دې څخه وړاندې ما د هوم سيكتر سره هم ملاقات كړې او مونږ په ویزہ ایشو، منی ??انډرنګ پشمول په زياتو چارو خبرې كړي دي