اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) و??یر??عظم عمران خان پاکستان كركټ لوبډلې له په نړيوال كركټ جام كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره وئيلي دي د بريا ق??ي جذبه٬ منصوبه بندي او ټيم سپرټ په كاميابۍ ترلاسه كولو كښې كليدي كردار لري٬ ټول قام د كركټ لوبډلې كاميابۍ لپاره لاس په دعا دے۔ و??یر??عظم عمران خان دا خبرې د پاکستان کرکټ لوبډلې او د پي سي بي انتظاميې سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظ?? سره ملاقات كولو۔ د يو ساعت نه په زياته غونډه كښې و??یر??عظم د پاکستان كركټ لوبډلې غړ?? سره خپله تجربه شيئر كړه او ورلډ كپ كښې د ښه لوبې كولو او كاميابۍ لپاره ئې دوي ته ګټورې مشورې وركړې۔ د و??یر??عظم لخوا د كركټ لوبډلې په ورلډ كپ كښې كاميابۍ لپاره ډاډګيرنه او د نيكو هيلو څرګندونې سره ووئيل د ټول قام دعاګانې ستاسو سره دي ٬ ګرده نړۍ كښې د هېواد او قام نمائندګي كول يو لوے اعزاز دے۔ و??یر??عظم ووئيل لوبغاړي د قام سفيران دي او د ټول قام تاسو ته سترګې دي او هيلې لري٬ د خپلو صلاحيتونو ٬ سپورټس مېن سپرټ او خپل طرز عمل سره د پاكستان نامه روښانه كول دي۔ ده ووئيل چېمپیئن شپ ګټلو لپاره په قوي جذبه او منصوبه بندۍ مېدان ته اوځئ ۔