اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي سېن??ټ د وفاق د ايوان په ??وګه د هېواد محرومو خلقو غږ ګرځولې شوې كوم چې د مېرمنو٬ماشومانو٬خواري كښو٬ نر ښځيو او د ټولنې پسمانده طبقو لپاره د قانون سازۍ اقدامات كړي۔د دې خيالاتو څ??ګن??ونه ده د اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره په ??يوان صدر كښې ملاقات كښې وكړه او هغه ته يې د پارليماني كال 19-2018 راپور وړاندې كړو۔د سېنېټ سېكرټرېټ جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د پارليماني كال په ??ړه ووئيل د پارليماني كال په مهال د سېن??ټ د ټاكنو په نتيجه كښې 50 فيصده نوي غړي راغلې چا چې زه د سېنېټ چيئرمېن ټاكلې يم۔هم په ??ې مهال قامي اسمبلۍ خپله آئيني موده بشپړولو سره په ??مهوري ډول اقتدار منتقل كړې۔ډاكټر عارف علوي د سېنېټ كاركردګي ستائېلو سره ووئيل سېنېت د ګوند څخه د تړون نه غېر د اولسي اهميت په مسئلو بحث كړی او قانون سازي يې هم كړې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د سېنېټ 13 غونډې شوې او په مجموعي توګه 111 ورځې ناسته شوې چې پكښې د حاضرۍ تناسب 64.46 فيصده ؤ او دغسې 28 نجي بلونه او 15 حكومتي بلونو نه علاوه 07 آرډيننس هم معرفي كړې شوې۔ د قانون سازۍ په ??ړه لويه كاميابي ترلاسه شوې٬ ده ووئېل د فاټا ضم كولو پشمول ګڼ شمېر قانون سازي شوې٬د دې نه علاوه د پوښتنو قراردادونو تحريك التوا او نور پارليماني اقداماتو د لارې د حكومت سره بېلې چارې پورته كړې شوې او د اقداماتو تفصيلات او په مهمو چارو پالېسۍ بيان شوې۔ دغسې اولس مشر د سېنېټ قانون سازي او د پارليماني سفارتكارۍ لپاره كړې اقدامات وستائېل