اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی) پاکستان او لکسمبرګ تجارتی، اقتصادی، تعلیمی او د سائنس اینډ ټیکنالوجی په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو او د دواړه هېوادونو ترمينځه د پلاويو تګ راتګ ته سلا شوې دي۔ د لکسمبرګ خارجه وزير جین ایزلبورن خارجه وزارت كښې د اعلیٰ كچ پلاوي سره د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره د زيارت پھ ورځ ليدلې دي۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی د لکسمبرګ خارجه وزير ته په وړومبني ځل د پاکستان په دوره كولو هركلې اووئ۔ د ملاقات په ??ها?? په دوه اړخيزه اړيكو ، تجارت او سيمه كښې د امن وضعي پشمول د شريكې خوښې په ګڼو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د پلوامه پېښې نه پس د پاکستان د اړخه د پلټنو باور كولو سره هن?? دراندازی کړې۔ ده ووئيل پاکستان سيمه كښې امن غواړي او مونږ د تاؤ ترېښوالې ختمولو له هن?? له په هره كچه د خبرو اترو بلنه وركړې۔ده ووئيل د هن?? د اړخه د جارحانه اقدام سره مونږ د زغم څرګندونه كړې او د خیر سګالۍ جذبې ترمخه مو د هن?? پائلوټ خوشې كړې ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د لکسمبرګ خارجه وزير مقبوضه جمو او کشمیر كښې د روانو هن??ي ظلمونو او بشري حقونو خلاف ورزیو څخه هم خبر كړو۔ ده ووئيل د وړومبنۍ ورځې څخه زمونږ دا موقف ؤ چې د افغانستان د مسئلې يواځنې لار خبرې اترې دي۔ د لکسمبرګ خارجه وزير جین ایزلبورن د امریکې او طالبان خبرو اترو ته په كېښنولو د پاکستان مثبت او موثره کردار وستائلو