لاهور 16 اکتوبر(اے پي پي ) پنجاب اسمبلۍ رو??ن مالي كال 19-2018 لپاره د 20 كهربه 26 اربه 51 كروړه روپو حجم بجټ وړاندې كړے٬ بجټ كښې د ريونيو د وصولۍ په مد كښې 16 كهربه 52 اربه روپۍ اندازه لګولې شوې ٬ فېډرل ډويژيبل پول څخه پنجاب ته 12 كهربه 76 اربه روپۍ امدن تر لاسه كېدونكے دے ٬ د صوب??ئي ريونيو په مد كښې 376 اربه روپۍ او نان ټېكس رېونيو په مد كښې سل اربه روپۍ شاملې دي٬ د مالي كال 19-2018 د رو??نو خرڅونو ټوله اندازه 12 كهربه 64 اربه روپۍ لګولې شوې ٬ د تنخاګانو په مد كښې 313 اربه روپۍ ٬ د پنشن په مد كښې 207 اربه روپۍ ٬ مقام?? حكومتونو لپاره 438 اربه روپۍ او سروس ډليوري خرڅونو لپاره 305 اربه روپۍ فنډ بېل كړې شوې ٬ دغسې كلن پرمختي??ئي خرڅونو لپاره 238 اربه روپۍ د بېلولو تجويز دے٬ مالي كال كښې تعليم لپاره 373 اربه روپۍ كوم چې د تېر مالي كال په مقابل كښې 28 اربه روپۍ زياتې دې ٬ د صحت څانګې لپاره په مجموعي توګه 284 اربه روپۍ بېلې كړې شوې چې كومې چې د پرمختي??ئي پروګرام 14فيصده دي٬ صوبه كښې د پاكو اوبو او نكاس آ?? كلن پرمختي??ئي پروګرام كښې 20 اربه 50 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې د٬ په بجټ كښې ماحولياتي الودګۍ مخنيوي لپاره 6 اربه 30 كروړه روپۍ لګښت سره د انوائرنمنټ انډومنټ فنډ پېل كړې شوې۔ حکومت پرېكړه كړې چې بجټ كښې به نوې ټېكس نه لګوٶ