نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي به د ملګرو ملتونو د عمومي ا??مب??ې د 73مې غونډې په موقع ګڼ شمېر غونډو ته وېنا او نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ هغه به په دې موقع په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د پاكستان دريځ واضحه كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي اے پي پي ته ووئيل چې د خارجه وزير په مصروفياتو كښې په يو شمېر مهمو غونډو كښې ګډون ??ول او د نړ?? ګڼ شمېر خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه شامل دي۔ هغه به د ستمبر په 29مه نېټه عمومي ا??مب??ۍ ته وېنا كوي چې پكښې به هغه د مقبوضه كشمير صورتحال پشمول په مهو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د پاكستان د نوي ټاكل شوي حكومت ترجيحات او پاليسي واضحه كوي۔ خارجه وزير به د ستمبر په 28مه نېټه د كشمير په اړه د او آئي سي د رابطھ ډلې غونډې ته وېنا كوي٬ هغه به په دې ورځ د ايشيا سوسائټې ترسيوري لاندې د تعليم او خارجه پالېسې په اړه امريكائي پوهانو او زده كوونكو ته وېنا كوي۔ خارجه وزير به نړيوالې مېډيا سره مركې هم كوي۔ ?? يادونې وړ ده چې د ټولې نړ?? څخه به 128 مشرانو عمومي ا??مب??ۍ ته وېنا كوي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي ا??مب??ۍ د غونډې په مهال په نيويارك كښې د نړيوالې ادارې په مركزي دفتر كښې د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔