اسلام آباد 18ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د نهې په ورځ د سعودی عرب او یو اے ای په دوه ورځنۍ دوره لاړو۔ وزیراعظم د سعودی فرمانروا شاہ سلمان بن عبدالعزیز او ولی عهد محمد بن سلمان په بلنه د سعودی عرب دغسې د متحدہ عرب امارات ولی عهد په بلنه د یو اے ای دورہ کوي۔ وزیر خارجه شاہ محمود قریشی، د خزانې وزیر اسد عمر، د اطلاعات او خپرونو وزير چوهدری فواد حسېن او د وزیراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد هم د وز??را??ظم سره دي ۔ د خارجه وزارت د اړخه جاری شوې بيان له مخې بیان د خپلې دورې په مهال وز??را??ظم عمران خان به د سعودي شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان سره دوه اړخيزه ملاقات كوي۔ د سعودي شاه د اړخه به د وز??را??ظم عمران خان پھ درناوي كښې د ماخوستن سركاري مېلمستيا هم وركولې شي۔ وز??را??ظم سره وفاقي وزيران به د سعودي خپل هم څنګو سره هم ملاقاتونه كوي او هغوي سره د به د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د خپلې دورې په مهال به وز??را??ظم د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكتر ډاكټر يوسف بن احمد العثمين سره هم ملاقات كوي۔ وز??را??ظم به پھ دې مهال عمره هم ادا كوي او د رسول پاك ۖ په روضه به حاضري هم كوي۔ وز??را??ظم به د خپل پلاوي سره د ستمبر په 19مه نېټھ ابوظهبي ته ځي۔د متحده عرب امارات ولي عهد محمد بن زيد النهيان به د وز??را??ظم هركلې كوي۔وز??را??ظم د متحده عرب امارات ولي عهد په بلن?? دا دوره كوي چې پكښې به دواړه لارښود د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔