اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې زمونږ په خارجه پالېسې كښې د كشمير مس??له د لسټ په سر كښې ده٬ د كشميريانو به اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتو٬ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وېنا كښې به په مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو او د بشري حقونو څخه په سرغړونو په بشپړه توګه د نړۍ په وړاندې د كشمير مقدمه وړاندې كوم٬ د آزاد كشمير خاص رغونه او پرمختګ هم د وفاقي حكوم?? په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده دا خبرې د پاكستان تحريك انصاف آزاد كشمير مركزي لارښود او د اسمبلۍ پخواني كانديد سيد ذيشان حېدر س??ه د خبرو په مهال وكړې كوم چې ده س??ه د خالي په ورځ په خارجه دفتر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقا?? په مهال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې په ګډون٬ د كشمير په مس??له او د آزاد كشمير د سياسي صورتحال پشمول په نورو مهمو چارو خبرې وشوې۔ ذيشان حېدر به راتلونكې اونۍ امريكې ته ځي چرته به چې هغه پاكستاني مشن او مس??قل استازې مليحه لودهي س??ه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې او اړوند دستورو كښې مرسته كوي۔ خارجه وزير ووئيل چې زمونږ په خارجه پالېسې كښې د كشمير مس??له د لسټ په سر كښې ده٬ د كشميريانو به اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتو٬ د آزاد كشمير خاص رغونه او پرمختګ هم د وفاقي حكوم?? په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ په دې موقع د تحريك انصاف آزاد كشمير مركزي لارښود ذيشان حېدر ووئيل چې د كشمير مس??له يو فلېش پوائنټ جوړ شوے۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميسون د اوسني ??اپور په نتيجه كښې د كشمير مس??له په ټوله نړۍ كښې تر بحث لاندې راغلې۔ ذيشان حېدر ووئيل چې آزاد كشمير په تېرو وختونو كښې په مكمل توګه نظر انداز كړے شوے۔ په آزاد كشمير كښې سېلګرې٬ د ريسرچ پوهنتون٬ په مظفر آباد كښې د لوي روغتون٬ مېټرو بس٬ د مظفر آباد نه تر اسلام آباد د رېلوے ټرېك پشمول د مهمو لويو پروژو ضرورت دے۔