پېښور 21 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ژوند بېلا بېلو څانګو سر?? تعلق لرونكو خلقو د وزيراعظم عمران خان قوم ته د وړومبې وېنا ستائنه كړې او وئيلي ئې دي چې نوي ټاكل شوي وزيراعظم په ټولو ستونزو خبرې كړې دي كومې چې د ګوند د منشور او د سل ورځو د پلان برخه وې٬ د قوم نظر په عمران خان دے٬ د هېواد تقدير بدلولو لپاره د نيت د خلوص او د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ اے پي پي سر?? په خاص خبر?? كښې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي تېمور سليم جهګړا ووئي?? چې وزيراعظم په خپله وېنا كښې په ټولو ستونزو خبرې كړې دي او په دې كښې مه??ې قومي معاملې شاملې وې۔ د دې مسئلو حل لپاره وزيراعظم نوي وفاقي حكومت ته احكامات هم جاري كړي دي۔ ووئي?? چې وزيراعظم كومې خبرې كړې دي٬ هغه د ګوند د منشور او د سل ورځو د پلان برخه وې۔ د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر فدا ګل اېډوكېټ هم قوم ته د وزيراعظم د وېنا ستائنه كولو سر?? ووئي?? چې د عمران خان لخوا د وزيراعظم هاؤس د اخراجاتو كمولو اعلان ښه اقدام دے٬ د قوم نظر په عمران خان دے٬ د هېواد تقدير بدلولو لپاره د نيت د خلوص او د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ سينئر خبريال او تجزيه نګار محمود جان بابر اے پي پي ته ووئي?? چې د نوي ټاكل شوي وزيراعظم وېنا په يقيني توګه متاثر كوونكې وه۔ ده ووئي?? چې د ټېكس اصلاحات٬ سادګي او كفايت شعاري٬ د بندونو جوړول٬ قرض كمول او ګاونډي هېوادونو سر?? اړيكې ټېنګول به نوي حكومت لپاره لوي چېلنجونه وي۔ ده ووئي?? چې قوم د عمران خان نه ډېرې هيلې لري او د وزيراعظم جوړېدو ن پس ئې دا هيلې لا زياتې شوې دي٬ اوس به نوي حكومت لپاره لازم وي چې خپل كړي لوظونه پوره كړي۔