اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) پاكستان كښې د روسيه سفير الېكسي ديدوف وئيلي دي روسيه د ترهګرۍ م??ني??ي او ستراتيجيكي چارو په اړه پاكستان سره نزدې رابطې لري۔ د شورؤ په ورځ اسلام آباد پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال د روسيه سفير ووئيل د دواړو هېو??دو??و ترمينځه عسكري مرسته د چورلكو وركولو سره سره تر بحري او بري پوځي مشقونو ??را??ا شوې۔ ده ووئيل د روسيه او پاكستان ترمينځه تجارت ٬ معيشت ٬ سائنټفك او ټكنيكل مرستې سره اړوند بېن الحكومتي كمېشن كاروباري اړيكو له هڅې كوي۔ سفير ووئيل روسيه په دې باور لري چې بېن الحكومتي كمېشن او نور دوه اړخيزه مېكنزم كښې په ګډه كار كولو سره به دوه اړخيزه منصوبې عملي كولو كښې تندي رامخې ته شي۔ د روسيه سفير دوه اړخيزه تجارت كښی په زياتوالي د اطمينان څرګندونه كړې۔ تېر كال او د سږ كال اولنو شپږو مياشتو په مهال 82 فيصده اضافه د تجارت ريكارډ كړې شوې۔ ده ووئيل د پاكستان او روسيه ترمينځھ د سائنس او ټېكنالوجي ٬ بنكنګ او اېل اېن جي ګاز پائپ لائن په شمول يو ش??ېر اېم او يوز لاس ليك شوي ۔ د افغانستان په اړه د روسيه سفير ووئيل په دې لړ كښې د پاكستان روسيه او چين كردار ډېر مهم دے۔ درې واړه هېو??دو??ه د افغان شخړې په سوليز ډول حل كولو له لوظي دي۔ ده د پاك چين ملګرتيا هم ستائنه و??ړه?? د روسيه سفير ووئيل روس د نيو كليئر سپلائیرز ګروپ غړيتوب لپاره په پاكستان كله هم اعتراض نه دې كړې او سباؤن كښې به ئې په زړه پوري ملاتړ كوي۔ د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وضعه ډېره پېچېلې ده او د كشمير په اړه د روسيه دريځ دا دے چې دواړه هېو??دو??ه دې په ګډه د دې مسئلې حل ولټوي۔ ده ووئيل د روسيه بنيادي مقصد د سپر طاقت جوړېدو په ځائې په نړۍ كښې جیو۔پولیټیکل استحکام په ځائې كول دي۔