اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) نګران ??زيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك وئېلي دي ځايې او غېر ملكي سرمايه كارۍ ??ه وده وركولو او په دې لاره كښې د پېښو خنډانو لرې كولو لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو٬غېر ملكي مېشنز او د اړوندو حلقو ترمينځه د مرستې زياتولو ضرورت دے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د سرمايه كارۍ ??ورډ په اړه د بريفنګ مشري كولو په مهال وكړې۔په دې موقع د خزانې وزيره ډاكټر شمشاد اختر ٬د خزانې سېكتر عارف احمد خان٬د اېف بي آر مشره رخسانه ياسمين٬د سرمايه كارۍ ??ورډ سېكتر محمد جهانزېب خان٬د وزيراعظم اېډېشنل سېكتر ډاكټر كاضم نياز او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د سرمايه كارۍ ??ورډ سېكتر محمد جهانزېب خان ??زيراعظم د ادارې چارو كردار او د سرمايه كارۍ ودې لپاره د اقداماتو څخه خبر كړو۔ده ووئي د ځينې معاملو حل لپاره هڅې روانې دي كومې چې په تير وخت كښې د سرمايه كارۍ ??و كاروبار په وړاندې خنډان ??و۔د سرمايه كارۍ ??ورډ سېكتر وزيراعظم هېواد كښې كاروبار له آسانۍ پېدا كولو لپاره د شوو اقداماتو نه هم خبر كړو۔د سي پېك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو د جوړولو د پرمختګ جاج هم واخستلې شو۔وزيراعظم په دې مهال د سرمايه كارۍ ??ورډ د هڅو ستائنه وكړه۔ده ووئيل ځايې او غېر ملكي سرمايه كارۍ ??ه وده وركولو او په دې لاره كښې د پېښو خنډانو لرې كولو لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو٬غېر ملكي مېشنز او د اړوندو حلقو ترمينځه د مرستې زياتولو ضرورت دے چې دغسې كاروباري ټولنې ته زياتې آسانې وركړې شي او په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په وړاندې ولاړ خنډان ??رې كړی شي۔