اسلام آ??اد 07 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې بېل بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د كورنيو چارو په وزير د بريد سخته غندنه كړې او وئېلې يې دي چې په احسن اقبال بريد پھ جمهوريت بريد سره سمه خبره ده۔ټول قوم د دې بريد په ضد يو موټې دې٬دا بريد اړې ګړی پیدا كولو سره د ټاكنو ځنډولو هڅه هم كېدې شي۔ستر قاضي دې د امنيت په اړ?? په خپلو احكاماتو نظرثاني وكړي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشرې شېري رحمان د كورنيو چارو په وزير احسن اقبال په شوي بريد د افسوس څرګندونه وكړه او د دې بريد غندنه كولو سره يې ووئيل چې ?? كورنيو چارو وزير احسن اقبال د جمهوريت په اړه لويې كردار دې٬مونږ يې ستائنه كوو بايد د كورنيو چارو د وزير امنيت بهتر ساتلې شوې وې۔سياسي ګوندونه به د ټاكنو نه وړاندې د داسې ماحول پېدا كولو اجازه ورنه كړي٬مونږ به جمهوري عمل مخ په وړاندې بوځوپه كوم سياسي لارښود بريد ب?? په جمهوريت بريد ګڼلې شي۔هغې ووئيل چې ?? مقبوضه ك??مي?? په اړه قراردادونه منظور شي خو عمل پرې نه كېږي٬سناتور اعظم سواتي د بريد غندنه كولو سره ووئيل چې هيله ده احسن اقبال به هم دغسې جمهوريت لپاره هڅې روانې وساتي۔سناتور ميا رضا رباني د پیښې غندنه وكړه او وې وئېل چې ??مهوريت لپاره د احسن اقبال مهم كردار دې۔مشتاق احمد خان هم د پیښې غندنه وكړه۔ډاكټر سېكندر او انوار الحق كاكړ هم د پېښې غندنه وكړه۔جهانزېب جمالديني ووئيل چې ??ا د خطرناكې لړۍ ابتدا ده بايد د دې مخ نيوي لپار?? په ګډه فكر وكړی شي۔د كورنيو چارو وزير محفوظ نه وي نو په مونږ كښې څوك هم محفوظ نه دې۔لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم ووئيل چې ??ايد د دې په وجوهاتو غور وكړی شي چې ??ا پیښې ولې وشوې