اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د د پبلك اكاٶنټس كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د كنوينئر ميا عبدالمنان په مشرۍ كښ?? وشوه ۔ اسلام آباد كښ?? د ګرېنډ حيات هوټل په معامله د نېب چارواكو غوندې ته ووئيل د دې هوټل پلټنې به د مئي تر وړومبنۍ اوونۍ بشپړې شي۔ كنوينئر ووئيل د پلټنو راپو?? دې تر اتم مئي وړاندې كړې شي۔ سي ډي اے كښ?? په كال 11-2010 كښ?? 19 پلاتونه پ?? فرضي نامو الاټ په معامله سي ډي اے چارواكو ووئيل په دې معامله كښ?? 11 پلاټونه د درغلۍ د لارې الاټ شوي۔ د منال رېسټورنټ د معاملې جاج اخستو سره سي ډي اے چارواكو ووئيل د كمېټۍ په تېره غونډه كښ?? پرېكړه شوې وه چې د ليز موده به نه پراخه كېږي ٬ دوي ووئيل د رېسټورنټ ليز به پ?? كال 2020 كښ?? ختم شي۔ كمېټۍ ووئيل پرېكړه دې عملې كړې شي۔ كمېټۍ د اسلام آباد په پ??ر سوهاوه سيمه كښ?? د منال رېسټورنټ د ليز په لوظنامه كښ?? د با??ابطګو پلټنې اېف آئي اے څخه د كولو او د مئي تر اتمې نېټې د راپور وړاندې كولو امر وكړو۔ د اسلام آباد په سېكټر اي الېون كښ?? د ليز لوظنامې په خلاف ورزۍ سي ډي اے چارواكو ووئيل د پنځه سوسائيټو لے آٶټ پلان او اېن او سي منسوخ كړې شوي او يوې سوسائټۍ هائي كورټ ته مراجعه كړې ده