اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پھ پاكستا?? كښې د جوهري ټېكنالوجي پرامن كارولو په لړ كښې د جوهري توان نړيوالې ايجنسۍ(آئي اے اي اے)مثبت كردار ستائېلې۔ وزيراعظم دا خبره د اتومي توان نړيوالې ايجنسۍ ډائرېكټر جنرل نوكياامانو سره د ګل په ورځ په وزيراعظم آفس كښې ملاقات وكړه۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او توان نړيوالې ايجنسۍ (آئي اے اي اے) ترمينځه د مرستې چارو جاج واخستل شو۔ وزيراعظم په پاكستا?? كښې د اتومي ټېكنالوچۍ پرامن كارولو په لړ كښې د توامي توان نړيوالې ايجنسۍ(آئي اے اي اے)مثبت كردار وستائېلو۔ وزيراعظم ووئيل چې د جوهري ټېكنالوجي پرامن كارولو په اړه د پاكستان د څو لسيزو تجربه لري او په نړيواله كچھ د پائيدار پرمختګ هدف ترلاسه كولو لپاره آئي اے اي اے سره خپلې شراكتدارۍ ته لا تقويت وركولو لپاره تيار يو۔ وزيراعظم آئي اے اي اے ډائرېكټر جنرل ته په پاكستا?? كښې توان ته پرمختګ وركولو پروژو او صاف ماحول دوست توان د لارې په انرجي مكس كښې د اتومي ذريعو څخه د برېښنا پیداوار اهميت په اړه بريفنګ وركړو او وې ووئيل چې د جوهري ذريعو څخه د برېښنا پېداوار ته پراختيا وركولو لپاره پاكستان د آئي اے اي اے د مرستې طلب ګار دے۔ په پاكستا?? كښې د خپل قيام په مهال به د آئي اے اي اے ډائرېكټر جنرل پاكستا?? كښې د بېلو سيولين تنصيباتو او سهوليات دوره كوي دغسې چې هغه د روغتيا٬صنعت٬واټر ريسورس٬منيجمنټ٬ تحفظ ماحوليات اوا فوډ سيفټي پشمول د جوهري توان پرامن كارولو په لړ كښې د پاكستان د كاميابو پخپله جاج واخلي