كھټمنډو 06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان او نیپال خپلو كښ?? دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو او دا په بي??و څانګو كښ?? په فعاله شراكت دارۍ د بدلولو زيات صلاحیت لري، پاكستان نیپال له زيات اهمیت وركولو سره د دواړه حكومتونو او اولس په كچه رابطو ته وده وركول غواړي۔ ده دا خبره د نیپال اولس مشر بدھیادیوی بھنډاری سره د نهې په ورځ خپلو خبرو كښ?? وكړه۔ دا ملاقات مهاراج ګنج كښ?? د نیپال سركاری صدارتی محل’’شیتل نواس‘‘ كښ?? شوې چې پكښې سارك له د سيمه ايزې سوكالۍ لپاره د مهم پلیټ فارم په توګه وده وركولو، د كشمير مسئلې ، په سی پیك پیشرفت ، معېشت، سیلګرۍ او كلتور پشمول په بي??و څانګو كښ?? د مرستې په تګلاره هم خبرې شوې۔ وزیراعظم اولس مشر بدھیا دیوی له هېواد كښ?? د جمهوری عمل كامیابۍ سره په بشړولو مباركي وركولو سره ووئيل د اقتدار په ښه ډول منتقل كول به سیاسی استحكام او پرمختګ پلو يو قدم ثابت شي۔ ده دا پیشرفت د جمهوریت، سیاسی استحكام او اقتصادی پرمختګ پلو د نیپال پیشقدمۍ كښ?? يو لويه كاميابي وګرځوله۔ وزیراعظم اقتصادی اړيكې او دوه اړخيزه تجارت زياتولو په حاجت زور راوړو كوم چې 2016-17 ء كښ?? 5.78 ملیونه ډالره ؤ۔ده ووئيل پاكستان تل د نیپال خپلو ملګرو سره ولاړ دے او مونږ د نیپال لپاره تعلیمی او بشري همدردۍ له لوظي يو۔ وزیراعظم اولس مشر بدھیا له د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ دواړه لارښودو په نړيوال فورمز د يو بل په مرسته كولو د اطمینان څرګندونه وكړه۔اولس مشر بدھیا دیوی اونيو كښ?? د پاكستان اقتصادی پرمختګ ستائلو سره ووئيل هېواد كښ?? مثالی پرمختګ د ستائنې وړ دے۔ ملاقات كښ?? د نیپال سینئر چارواكي او نیپال كښ?? د پاكستان سفیر مظهر جاوید هم موجود وؤ۔